ويب ډیسک
په پیرو کې چارواکي وایي یکشنبه جولای ۹ (چنګاښ۱۸) یې د برازیل سره په ګډې پولې کې ۲۳ افغانان د قاچاقبرانو څخه ژغورلي دي.
د پیرو لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دې کډوالو کوښښ کاوه ایکواډور ته ولاړ شي او قاچاقبرانو ته یې پیسې ورکړې وې چې د دې هیواد شمالي سرحد ته یې ورسوي. په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې قاچاقبرانو د دې افغان کډوالو سره ټګي کړې وه او هغوي یې د پیرو – برازیل تر منځ په ګډ سرحد کې په یو کور کې بند ساتلي وو؛
خواړه او د څښاک اوبه یې هم نه ورکولې.په ژغورل شویو کسانو کې یې څلور ماشومان دي چې یو یې پکې دوه میاشتنی ماشوم هم دی. چارواکو پدې هکله څه ندي ویلي چې په ژغورل شویو کې څومره یې نارینه او څومره یې ښځې دي.
د څارنوالۍ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دې افغان کډوالو قاچاقبرانو ته څومره پیسې ورکړې دي.دې افغان کډوالو ګمان کاوه چې د دې پیسو په بدل کې به قاچاقبران هغوي لومړی یو سیمه ایز ښار ته ولیږدوي او له هغه ځای به پایتخت لیما او ورسته د تومبیس ښار ته یوړل شي چې د ایکواډور سره ګډه پوله لري.


