سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله افغانستانه د امریکايي ځواکونو "شرمونکي" وتلو یې چین لا ډېر پیاوړی...

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو “شرمونکي” وتلو یې چین لا ډېر پیاوړی کړ

ويب ډیسک

‏د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مک‌کاول پر ولسمشر جو باېډن د نیوکې په لړ کې وایي، چې له افغانستانه د ځواکونو “شرمونکي” وتلو یې چین لا ډېر پیاوړی کړ او بریدګري یې زیاته شوه.

هغه همداراز نیوکه کړې چې د باېډن حکومت د چین د مهارولو هېڅ لېوالتیا نه‌لري.

کاول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د چین د نرم قدرت زیاتېدو او تایوان خوا ته پرمختګ پورې اړوند بللي او زیاته کړې یې ده چېن له هغو سازمانونو سوءاستفاده کوي چې په امریکایي مالیاتو تمویلېږي.

مک‌کاول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له بڼې سره مخالف دی او له څه وخت راهیسې پر باېډن او بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن فشارونه راوړي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو اړوند اسناد ورسره شریک کړي.

هغه همدارنګه چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن سفر سره هم مخالفت ښودلی دی.

‎#Afghanistan ‎#USA ‎#China

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه