پښتو جرنل
د بلوچستان ایالت کېچ تربت والسوالۍ د د مکران ډویژن کمشنر کور مخ ته په پولیسو او ایف سي سرتېرو باندې ځانمرګی برید شوی .
یاد برید کې د ځایي پولیسو په وینا یو پولیس مړ او درې نور ټپيان شوي .
د پولیسو یوه سرتیري په وینا برید ځانمرګی وو او نښه يي د ایف سي سرتیري وو .
پولیس زیاته کړه چې برید کوونکې یوه ښځه وه . یاد دې وي چې په بلوچستان ایالت کې دا لومړی پیښه ده چې ښځې ځانمرګی برید ترسره کړی.
تر دا مهاله د پیښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
بل لور ته د بلوچستان مشر وزیر عبدالقدوس بزنجو یاده پیښه غندلې او ویلې دي چې ترهګر د بلوچستان د پرمختګ لاره نیول غواړي مونږ به د دوي دا هڅې شنډې کړو .
هغه په خپل بیان کې زیاته کړې چې د مکران اولس دې د پرمختګ ضد خلکو لاره ونیسي.


