سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتهران کې په کارخانه‌ کې د اورلګېدنې له امله درې افغان...

تهران کې په کارخانه‌ کې د اورلګېدنې له امله درې افغان وګړو خپل ژوند بایللی

ويب ډیسک

‏د راپورونو له مخې ۳ افغان کډوالو د ایران پلازمېنې تهران اړوند خاوران ښارګوټي يوې کارخانه‌ کې د اورلګېدنې له امله خپل ژوند بایللی او څلور نور کارکوونکي ټپيان شوي.

د پېښې اصلي قربنيان د افغانستان د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي بلل شوي.

ایراني چارواکو په دې تړاو لا تر دې دمه رسماً څه نه دي ويلي.

ایران يو له هغو هېوادونو دی، چې ‌ډېر شمېر افغان کډوال په کې مېشت دي او ډېره برخه يې هلته په شاقه کارونو بوخت دي.

ت.الب چارواکو لا تر اوسه د دې پېښې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه