ويب ډیسک
د CSTO بهرنیو چارو وزیرانو د «مینسک» تر غونډې وروسته د افغانستان وضعیت په اړه خپلې گډې اعلامیې کې افغانستان کې د تروریزم او مخدره توکو قاچاق ډیروالي په اړه اندیښنه څرگنده کړې او د افغانستان په خاوره کې د دریم هیواد نظامي زیربناوو ځای پر ځای کیدو سره یې مخالفت ښودلی.
د گډ امنیتي تړون سازمان یا CSTO بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اوسنیو چارواکو او د مهمو قومي-سیاسي او مذهبي ډلو په مشرانو غږ کړی څو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره ډیالوگ پیل کړي.
دې سازمان د افغانستان له اوسنیو چارواکو غوښتي څو د ښځو او نجونو حقونه په تیره د تعلیم حق ته درناوی وکړي.
د یاد سازمان غړو له اوسني حکومته غوښتي څو د ښځو او توکمونو حقونه رعایت کړي او د توکمیزو او مذهبي دلایلو پر اساس خلک په زوره بې ځایه نکړي.


