ويب ډیسک
د پاکستان د مالیې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل وایي، نړیوال پور ورکوونکي زړه نا زړه دي ځکه چې د پاکستان اقتصاد دومره وده نه کوي چې خپل پورونه ورکړي.
مفتاح د جرمني – پاکستان سوداګریزې غونډې پر مهال په خپله وینا کې ویلي دي چې زموږ ادارې کار نه کوي او د اشرافو تر کنټرول لاندې دي.
هغه همداراز ټينګار کړی چې پاکستان د اقتصاد ودې لپاره د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پروګرام له بیا پیلولو پرته بله لاره نه لري.
د پاکستان د مالیې پخوانی وزیر وایي، “د پاکستان حکومتدارۍ سیستم اغېزناکه نه دی او قضایي بهیر کې د عدالت پلي کول ډېر وخت نیسي.”
مفتاح همداراز ویلي دي موږ له نړۍ ۱۰۰ میلیارده ډالر پوروړي یؤ، چې هر کال باید له ۲۲ تر ۲۴ میلیارده ډالر ورکړو. د دې تر څنګ هېواد ۶۰۰۰ میلیارده کلدارې پاکستاني پورونه هم لري چې سږ کال باید پرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې پاکستان د اقتصادي ناورین تر څنګ له سیاسي کړکېچ سره هم مخ دی.


