ويب ډیسک
د ت.البانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند اترا اداره وايي، د مخابراتي خدمتونو بيې مو ۵۰ سلنه کمې کړي دي.
دغې ادارې ويلي، پخوا یو جي بي انټر نېټ ۲۵۰ افغانۍ ؤ، خو اوس ۱۱۰ افغانۍ شو او همداراز یوه دقیقه خبرې پخوا ۳ افغانۍ وې خو اوس ۱.۸۵ افغانۍ شوې دي.
اترا اداره زياته کړې، مخابراتي پوښښ هم د پخوا په پرتله ډېر شوی او لرې پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونه پراخ شوي.
له بلې خوا ګڼ شمېر هېوادوال د انټرنېټي خدمتونو د کيفيت له امله شکايت کوي او وايي، د ګاونډ هېوادونو په پرتله اوس هم يادې بيې لوړې دي.


