دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحسن داوړ وايي ، د پښتنو هويت له خطر سره مخ ده

محسن داوړ وايي ، د پښتنو هويت له خطر سره مخ ده

ويب ډیسک

د پښتونخوا وتلی سياستوال محسن دواړ پاکستان کې د ځينو پښتنو مشرانو سره د ت.البانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ليدنې ته په اشارې سره ويلي، پښتانه ملتپاله تل هغه کسان چې ت.البان یې له پښتنو سره تشبیه کړي، رد کړي دي.

ښاغلي داوړ ويلي، د ترهګرۍ پر وړاندې دغه مقاومت باید د سیاسي مصلحتونو قرباني نه شي، ځکه چې د پښتنو هویت په خطر کې دی.

اميرخان متقي د افغانستان، چین او پاکستان د درې اړخیز ډيالوګ د پنځمې ناسته کې د ګډون په موخه اسلام آباد ته تللی او هلته د يادې ناستې په څنډه کې له يو شمېر پښتنو مشرانو سره ليدلي دي.

#Afghanistan #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه