یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ډاکټر اشرف غني د اختریز پیغام مهم ټکي

د ډاکټر اشرف غني د اختریز پیغام مهم ټکي

ويب ډیسک

ولسمشر محمد اشرف غني پر هغه څه کلکه اندېښنه ښودلې چې د ګډ افغان هویت د محوه کولو سنجول شوې هڅې بلل شوې دي.

هغه د کوچني اختر په رارسېدو ولس ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د هویت دا بحران چې بېلابېل اړخونه ورته کار کوي، د هېواد راتلونکې له سخت خطر سره مخامخوي او ژر مخنیوی یې باید د ټولو لومړیتوب وي. ښاغلي غني جنګسالاران او طالبان دواړه ددغه بحران په پراخولو تورن کړي چې یو ترې د قوم په نامه ګټه پورته کوي او بل د افغانانو ګډو ملي ارزښتونو ته په سپکاوي ټولنه کې بېلتون راولي.

ښاغلي غني د طالبانو نږدې دوه کلنه واکمني له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان د ماتې، سپکېدو او شاتګ پړاو بللی دی. د هغه په پیغام کې طالب د خفیه سازمان په نامه یاد شوی چې د افغانستان چارې تر پټ مخي مشرتابه لاندې د پاکستاني مدرسو په لارښوونه چلوي.

د ملګرو ملتو ادارو کې د ښځو پر کار نوي لګېدلي بندیز، د ښاغلي غني له نظره هغه بهیر بشپړ کړ چې طالبانو له ټولنیز او اقتصادي ډګر نه د ښځو د یومخیزې ګوښه کېدنې له پاره له لومړۍ ورځې پیل کړی ؤ.

هغه وویل چې طالبان پر افغان ټولنې خپل سخت بندیزونه ددې له پاره لګوي چې هېواد په بشپړ ډول له نړیوالې ټولنې ګوښی او هېوادوالو ته د ژوند کړۍ تنګه شي. ښاغلي غني ټینګار کړی چې روان حالات اوس دا غوښتنه لري چې د بدیلو لارو موندلو ته نور لومړیتوب ورکړل شي، خو ددغو لارو په اړه یې تفصیل نه دی ورکړی.

د هغه په وینا، د طالبانو پټ سازمان، د اقتصاد په اداره کې پاتې راغلی او یوازې نړیوالو بشري مرستو تر اوسه د لوی ناورین مخه نیولې ده. ولسمشر غني د طالبانو مشران تورن کړل چې د ملي عوایدو په وهلو او د وسلو او نشه یي توکو په قاچاق یې دومره شتمني ګټلې چې د یاغي حرکتونو په تاریخ کې ساری نه لري. دا شتمني، د هغه په وینا په داسې حال کې ټوله شوې، چې هېواد له عمومي بېوزلۍ کړېږي.

ښاغلي غني په پښتنو پورې د طالبانو تړل تېروتنه وبلله، ځکه د هغه په وینا، له پښتنوالې پرته یوازې په پښتو ویلو، څوک نه پښتون کېږي. هغه وویل چې دغه ډله پښتو نه کوي یا په پښتو کولو نه پوهېږي او ورسره جوخت پښتنو او نورو قومونو ته له دې امله سپکاوی هم کوي چې ګواکې د ښځو پر زده کړو او کار یې بندیز د هغوی د کلتوري ارزښتونو له مخې لګولی دی.

ښاغلي غني پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ چې تر ناوخته کېدو او د هېواد له بشپړې ویجاړۍ وړاندې هغه څه ته بېرته ستانه شي چې دی یې باعزته سوله بولي. د هغه په وینا، باعزته سولې ته حرکت چې څلور کاله وړاندې د اختر په اوربند پیل شوی و سبوتاژ شوی او ددې پرځای چې طالب او ولس پخلا شي، جنګسالاران له طالبانو سره سولې ته کېنول شوي، چې په نتیجه کې، د هغه په ټکو نه سوله راغله او نه وطن آرام شو.

د هېواد نازکو حالاتو ته په اشاره ښاغلي غني دا خبر داری هم ورکړی چې له ملي یووالي پرته، د عمومي تباهۍ احتمال ډېر پیاوړی دی.

ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د نړۍ پر مسلمانانو هم غږ کړی چې د هغې ډلې په وړاندې له افغانانو سره خواخوږي او همکاري وکړي چې افغانستان یې د هغه په ټکو د اسلام په نامه چې د ټولو ګډ دین دی، یرغمل کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه