ويب ډیسک
په هغې اعلامیه کې چې تازه د طالبانو د مالیې وزارت له خوا خپره شوې، راغلي دي چې دا پرېکړه د اقتصادي کمېسیون او د طالبانو د کابینې په منظورۍ سره ترسره شوې ده.
طالبانو په یاده اعلامیه کې ویلي دي: «هيوادوال کولای شي وروسته تر دې په قانوني توګه له ۲۰۰۵م ماډل وروسته د ۲۰۰۵ له وروستيو تر ۲۰۲۳م ماډلونه پورې چې د افغانستان له ترافیکي سیستم سره سم وي، په قانوني توګه هيواد ته وارد کړي.»
همدارنګه په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې افغانستان ته تر ۲۰۰۵ ماډل کښته (۲۰۰۴،۲۰۰۳،۲۰۰۲) موټرو ته به په جدي توګه د واردلو اجازه نه ورکول کېږي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د موټرو کاروباریان بیا بیل نظرونه لري.
په هرات ولایت کې د موټرو یو سوداګر آرین د المان رسنۍ ډوچ ویله ته وویل: «موږ د دې پرېکړې هرکلی کوو، ځکه تر ۲۰۰۵م څخه ښکته ماډل موټرې هم زړې دي او هم یې د لوګي له کبله چاپېریال ککړ کېږي او باید یې د واردولو مخه ونیل شي.»
خو د نیمروز ولایت له زرنج ښار څخه صفي الله چې د موټرو کاروبار کوي د المان رسنۍ ته وویل: «د افغانستان ډېر اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دې توان نه لري چې لوړ ماډل موټر وپېري ځکه له ۲۰۰۵م څخه د لوړ ماډل موټرو ګمرکي محصول زیات دی او په لوړ قیمت په بازار کې خرڅېږي.»


