ويب ډیسک
د نیواډا سیمهییزو طبي خدماتو (REMSA Health) چارواکو اعلان کړی چې یوه الوتکه د جمعې په شپه د نیواډا – کالیفورنیا پولې ته نږدې له راداره وتلې او ټولو مسافرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
که څه هم تر اوسه د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د ژمي سخت طوفان د امریکا لوېدیځ ساحل او حتی د سویلي کالیفورنیا ګرمې سیمې او لوړ غرونه یې په واورو پوښلي ؤ.
د نیواډا ایالت روغتیايي چارواکو ویلي چې د دغې الوتکې مسافرو کې یو پیلوټ، یو نرس، یو روغتیايي کارکوونکی، یو ناروغ او د کورنۍ یو غړی یې شامل دي.
د دغه ایالت ځینې سیمې د واورې او یخنۍ له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي او د دغو سیمو اوسېدونکو په ځانګړې توګه غرنیو سیمو کې د واورو ښویدنې د اټکل خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا څو ایالتونه په ځانګړې توګه کالیفورنیا وروستیو میاشتو کې د سختو طوفانونو او سېلابونو شاهدان دي چې ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه یې هم اړولي دي.


