دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد رحمت شاه سائل پېژندنه

د رحمت شاه سائل پېژندنه

ليکنه : ارشد علي 

رحمت شاه “سائل” د امين ګل ځوے دی چې په ۱۹۵۰1950 د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم جمات پورې کړې ده، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.د رحمت شاه “سائل” نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.
۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو ټولګه.
۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.
۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې ـــ د شعرونو ټولګه.
۶- آخري سندره ـــ د لنډو کیسو ټولګه.
۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.
۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.
۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د “سائل” صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې نه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.
له “دا ليکوال او دا څېرې” څخه
ښاغلی رحمت شاه سائل د پښتو ژبې او ادب د خدمتګارانو په ليکه کې يو خاص او ځانګړی ځای لري او د پښتو شعر په طاقت او لوړتيا کې ېې هلې ځلې او کوشش د هيچا د سترګو پټ نه دے۰سائل صيب د يو عزم او بامقصد شاعر او ليکوال په توګه تل مشکلات ويستلی چې د خپلې ژبې او ادب د پرمختګ ، دولت لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړي او په دې لار کې ټينګ او بنيادي ګامونه واخلي۰
د خپلې ژبې خدمت او د هغې د پرمختيا او طاقت لپاره کار او مشکلات د هر انسان بنيادي او منل شوی حق دی او د نړۍ ټول ژوندی او ويښ قومونه هغه وخت د ترقۍ او پرمختګ ګلاليو پړاوونو ته رسېدلي چې ژبې ېې پرمختګ کړی او له هغې نه ېې تش د علم او پوهه او خبرو کولو کار نه دی اخيستی بلکه هغه ېې علمي کړي او د وخت د غوښتنو او ضرورياتو په پام کې نيولو سره ېې ورته نوی او تازه علمي او فرهنګي اثار غېږې ته ورسپارلي او د نړۍ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړې ېې ده۰
ښاغلی سائل يو د هغو با احساسه او هېوادپاله څېرو نه دي چې د خپلې وروسته پاتې ژبې پورتنۍ ضرورت او کمی ېې له نورو ډېره محسوس کړی او د همدغو ضرورتونو د پوره کولو لپاره ېې مټې رونغختلي او په پوره اخلاص او مينه ېې د خپلې مورنۍ ژبې د غوړېدو او ځلېدو نه ستړې کېدونکي کوششونه شروع او په دې لار کې خپلی هڅې ګرمي او تيزي کړې دي۰
ښاغلی سائل چې د خپل هردم شهيد ولس د ژوند ناخوالې او سانحه ليدلي نو ښه په زوره زوره ژړېدلی او د خپلو خلکو په بدو ورځو او ترخو او غموونو حالاتو ېې له اوښکو سره د زړه وينې بهولي دي۰
د سائل صاحب شاعرۍ د ولس او وطن له پاکې او خوږې مينې ذريعه اخيستی هم دا لامل دی چې په شاعرۍ کې ېی د وطن د مينې او عشق تيزي جذبې په چپو ښکاري او په هره وينا او ليکنه کې ېې د ملي او قومي رنګونو کچه غوښنه او په نورو رنګونو لوړه او غښتلې برېښي۰
محترم سائل د خپل ولس د ژوند بېلابېل اړخونه او حالات په ډېر ماهرانه او هنري انداز انځور کړي او خپل قلم ته سپارلي دي چې د تاريخ برخه شي او راتلونکي نسل ته د يوې فرهنګي پانګې او سند په توګه پاتې شي۰
ښاغلی سائل د ځوان استعداد او روښانه فکر او شعور خاوند دی ځکه خو ېې په هره وينا کې شاعرانه پوخوالي او د هدف او مقصد غوره والی او کره توب له نه روستو ځلېږي او دده فن ته ېې د پام وړ ځانګړنه وربښلې ده۰ښاغلی سائل په خپله شاعرۍ کې د ملي او ولسي مسايلو او موضوعاتو ترڅنګ د رومان، معاشرتي، اخلاقي او سياسي برخي ته هم پوره پام لرنه کړي او په دې اړه ېې وخت په وخت خپل قلم ازمايلی دی چې د پام وړ لاسته راوړنې پکې لري۰
د سائل صاحب په شاعرۍ کې د لوړو او رنګينو خيالونو او ژورو فکرونو جلوې او ځلاګانې په ډېره اسانۍ د لوستونکو پام ځان ته را اړوي او هغوی تر پايه له ځانه سره بياېې چې دا ډول خوږه او موثره اغېزه د کمو شاعرانو په اثارو او ادبي پنځونو کې ليدلای او موندلای شو.

زه په دې باور لرم چې که په کومه ژبه کې د ښاغلی سائل په څير د پوهې او قلم خاوندان شتون ولري نو هغه ژبه او ادب به د تل لپاره ژوندی او خوندي پاتې وي او هيڅوک ېې وژلی او د لمنځه وړلای نه شي بلکه قدم په قدم به پرمخ ځي او د ترقۍ او پرمختيا رنګين پړاوونه به وهي۰سائل صاحب د پياوړي او کښاند قلم څښتن دی او څه چې د ژوند پاڼو ته سپاري نو په رښتيا هم چې له يوه پر امن، قوم پرست او حساس شاعر او ليکوال نه ېې د ليکلو تمه کيدای شي او ځانګړی او قيمتي وزن او قوت پکې پروت وي۰
سائل د خپلې پښتنې معاشري او پښتون ولس د خير، سوکالۍ او خه قسمت لپاره له حکمته ډکې کېمياوي نسخې او طلايي لارې په ګوته کوي او د يوه روښانه سباوون او پتمن او پرمختللي ژوند ته د رسېدو لپاره د خپل ولس او خلکو لارښوونه کوي۰ د ښاغلي سائل په هره وينا او ليکنه کې دومره خوږوالی او رنګيني پټه وي چې د شعر او ادب مينه وال ترې ځانګړی کيف او مزه اخلي او په بيا بيا لوستو يي نه مړېږي او د ستړيا احساس پرې ن کوي ۰
سائل صاحب واېې:

حسن فنکار وي د جادو لوبے پر زړونو کوی
حسن باچا وی باچايی په اولسونو کوی

په بل ځای کې بيا داسې وايي:
څه قات سالی راغله د فکرو فلسفےپه جهان
هر خوا جرس ټنګيګی هر ځای کی کاروان ولاړ دے
يا دا چې:
زار دې د شونډو د کتابه شمه
د کتابونو ليونی دې کړمه
سائل لکه د وخت جرس په خپل هر شعر کې په خپل ولس د بيدارۍ او ويښتيا او د ملي شعور د راويښولو او پياوړي کولو غږونه کوی او هغه د ملي يووالي او په حرکت کې د برکت په ګټو او اقتدارونه پوهه وي۰
لنډه داچې قدرمن سائل صاحب د پښتو ژبې او ادب هغه نوميالی او پوهيالی شاعر او ويناوال دی چې شاعري ېې له بېلابېلو هنري او ادبي رنګونو او ښايستونو ډکه ده او ښاغلي لوستونکي پکې د خپلې خوښې او ذوق برابر هر اړخيز موضوعات او مطالب پيدا کولای او لوستلای شي۰زه په تلو تلو کې د پښتو او پښتنو دغه ګران او ټولمنلي شاعر ته له ستر څښتن نه د اوږود عمر او خوش قيسمتي ژوند دعا کوم او هيله لرم چې دروند ساحل صيب د تل په څير د خپلې خوږې او تاريخي ژبې د خدمت سلسله همداسې جاري او ساري وساتي او په دې لاره کې د تلپاتې او د پام وړ خدمتونو مصدر شي۰
نور نو تاسو ګلالي او ادبپال لوستونکي د ښاغلي سائل صاحب د خوندورو او په زړه پورې شعرونو لوستلو ته رابولم او په مخه ښه درسره کوم۰

غزل
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما ډوبېدو ته د رنګونو په درياب پرېږده
وخته په سر مې د رقيب په شانې مه ودرېږه
لږ مې د يار سره په سوال او په جواب پرېږده
د محبت ځواني مې چل د ستومانۍ زده کوي
لږې دې زلفې په مخ نورې پېچ وتاب پرېږده
زمونږ حجرې اخر حجرې دي جوماتونه نه دي
ناصحه ګوتې مې نغمې ته د رباب پرېږده
چې لږې خاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي
لږ دې کوڅې ته خپل سائل خانه خراب پرېږده

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه