ویب ډیسک
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وايي هېوادونه به هغه وخت طالبان په رسمیت وپېژني چې دوی قانع شي خپل مکلفیتونه ادا کړي.
وسیلي نیبینزیا ویلي طالبان لا هم د روسیې د بندیزونو په لیست کې دي او په ملګرو ملتونو کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د پلاوي په اړه پرېکړه نه ده شوې.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل، روسیه په افغانستان کې ثبات غواړي او طالبان د خپلو ژمنو عملي کول غواړي.
طالبانو پر افغانستان له تسلط وروسته له روسیې سره نږدې اړیکې لرلې او هڅه یې کړې چې د دغه هېواد باور خپل کړي. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی دی.
که څه هم روسیې هم موده وړاندې له طالبانو ډلې سره تعامل پیل کړی، خو تر دې دمه د طالبانو پر ژمنو شک دی.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې طالبانو هڅه وکړه چې د مسکو په غونډه کې د سیمې د لسو هېوادونو د استازو په حضور کې د روسیې او هېوادونو ډاډ ترلاسه کړي.
د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې ویلي، اوسنی حکومت به خپل ټول ملي او نړیوال مسوولیت ادا کړي.


