لیک: نظیف الله ابراهيم خېل
ایا کله مو په ځان د باور احساس کړی؟
پر ځان باور لرل سخت کار دی؟
کله مو دا فکر کړی چې څنګه په ځان باور ولرم؟
ځینې کسان ښه استعداد لري، خو پرځان باور نه لري. نشي کولی چې د وګړو په مخکې له خپل استعداده په ښه توګه ګټه واخلي. له همدې امله په خپلو چارو کې وروسته پاتې ګڼل کېږي او یا هم وروسته پاتې کېږي.
موږ او تاسو هر یو له پوره استعداد او لیاقت نه برخمن یو، لیاقت او استعداد د هر انسان په وجود کې خوندي دی؛ په وجود او ماغزو کې یې پټ دی. دا لیاقت او استعداد له ښو خبرو او عمل کولو څرګندېږي، مثلاً که تاسو په یوه غونډه یا یو درسي ساعت کې په هماغه موضوع چې ښوونکی یې درته تدریسوي، په پوره توګه پوه شئ او ښوونکی له تاسو څخه له همدې موضوع پوښتنه وکړي، د دې پوښتنې ځواب درسره وي، خو نه یې شې ویلی او که دا ځواب مو بې اختياره له خولې راووځي ښوونکی درته ووایي افرین ډیر ښه ځواب، بیا مو هلته پرځان باور یا اعتماد به نفس پیدا کېږي.
په ژوند کې مو تل همداسې باور پرځان ولرئ. ځکه چي الله (ج) خپله ویلي دي چې ماانسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی. هر انسان ښه استعداد او لیاقت لري، هغه کسان چې پرځان باور لري تل له هغو کسانو چې پرځان باور نه لري په ژوند کې کامیاب وي.
هېڅکله هم ځانته کم فکر ونه کړئ او ځان درته باید له نورو کم ښکاره نشي. تل مثبت فکر کوئ او مثبت ګامونه اخلئ ځانته مثبته انرژي ورکوئ، د مثبتې انرژي پیدا کولو لپاره کوښښ وکړئ چې غوره ملګرو سره ناسته پاسته وکړئ.
ډېری کسان سربېره پر دې چې پرځان باور لري پر خپلو کړنو، عملونو او وړتیاوو باندې هم باور لري. همدارنګه د کامیابۍ لوی لامل پرځان باور پيدا کول دي. که چېرې تاسو پرځان باور یا اعتماد به نفس پیاوړی کړ، نو تاسې به په هره کړنه کې بریالي یاست.
دا په یاد ولرئ چې پرځان باور یااعتماد به نفس ډېر ژر پیدا کېږي، خو ستونزه دا ده چې موږ وړاندې نه ځو او په خپلو کړنو باندې شرمېږو، چاته دې یوې ښې خبرې کولو جرائت نه لرو.
په ژوند کې هر څه ممکن دي، د هرې ستونزې لپاره د حل لاره شته، خو ټوله خبره بيا هم پرځان باور دی. پرځان باور هېڅکله هم مه هېروئ، ځکه چې الله (ج) هر انسان د یو هدف لپاره خلق کړی دی. که پرځان باور مو پیدا کړ، نو د الله تعالی نور نعمتونه به هم درته څرګند شي.
هره ورځ دا کوښښ کوئ چې پرځان باور مو پیاوړی شي، حتا که تاسو د یوه شخص په مقابل کې خبرې کوئ پر ځان باور مو ډېر مهم دی. همدارنګه پرځان باور دې یوې ښې راتلونکې پایله ده.
پرځان باور مو د نړۍ له غوره شخصیتونو سره معرفي کوي. پر ځان باور درلودل خو سخته کار نه دی که چېرې تاسو هر مثبت کار کوئ یو ځل یې ترسره کړئ او هغه خپلو ملګرو او دوستانو ته وړاندې کړئ، بیا به تاسو هېڅلکه هم بې باوره نه شئ. پر ځان باور ولره! هیڅ ستونزمن کار ته مه تسلیمېږه، ډېری خلک دي چې پرځان باورته زړه نه ښه کوي.
پرځان باور پیداکولو لپاره ډېرې لارې چارې شته ځينې يې د بېلګي په ډول لاندې ذکر کوو.
۱ـ هر کار چې کوئ، پای ته یې مثبت فکر وکړئ او په پوره هوډ سره یې پيل کړئ.
۲ـ د خپلې وړتیا او کمزورۍ نقطې پیدا کړئ.
۳ـ هرانسان ته الله تعالی پرځان د باور پیدا کولو قدرت او توان ورکړی دی، نو الله تعالی په یاد لرئ او په هغه توکل کوئ.
۴ـ هېڅکله هم ځانته کم فکر ونه کړئ.
۵ـ خپلو مسوولیتونو ته پام کوئ.
۶ـ خپل ځان ته ډاډ ورکوئ چې زه غوره شخصیت یم او هره کړنه ترسره کولی شم.
۷ـ تل له ځان سره دا فکر کوئ که چېرې ناکامه شوم نو هېڅکله هم نه تسلیمېږم او په ژوند کې لابریاوو پسې کرځم.
۷ـ د هرې ستونزې حلولو لپاره په ژوند کې چمتویم.
۸ـ زه به هرومرو پرځان باور پیدا کوم او هیڅکله به پرځان شک نه کوم او مخ ته به ځم.
الله تعالی فرمایلي دي. اِنَّ مَعَ الُعُسرِیُسُرَا(بېشکه سره له سختۍ اسانتیا شته)!.


