دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنياسلام وطن او سرحد

اسلام وطن او سرحد

لیکنه: محمد علیم بسمل

کله چې د وطن او اسلام تصور کوې ابراهیم علیه السلام دې په داسې حال کې سترګو ته دريږي چې د کعبې لپاره یې لاس لپه کړي او له خدایه ظاهري او معنوي پرمختګ ورته غواړي. نبی کریم صلی الله علیه وسلم دې ذهن ته راځې چې دهجرت په مهال کعبې ته وايي، ته په ټولو ښارونو کې ماته ښکلی ښار یې که دښمنانو نه وای ایستلي هېڅکله به مې نه وای پرېښې. نو ځکه سړی نشي کولی چې وطن او اسلام سره بېل کړي.

وطن او اسلام به څنګه سره بېل کړي چې الله جل جلاله حتي منافقینو ته وايي، چې که دخدای په لاره کې نه جنګیږئ اقلا د مدینې د فاع خو وکړئ. قاتلو فی سبیل الله اودفعو … دا خبره چې (په اسلام کې سرحد نشته) ماته ځکه ناسمه ده چې په وطن کې سرحد شته دی او وطن سره له سرحده په اسلام کې موجود دی. په اسلام کې د هر حکم کټه‌ګوري معلومه ده او هر حکم ځانته نص غواړي؛ مثلا فرض په داسې نص ثابتیږي چې هم یې ثبوت قطعي وي او هم دلالت.

په اسلام کې د سرحد د نشتون خبره او دا خبره چې وطن او اسلام نه سره جمعه کیږي، عقیده ده او په عقیده کې د ځينو په اند حتی خبر واحد هم دلیل نشي کېدی سره له دې چې اصل په اشیاوو کې دجمهورو په نزد اباحت دی.

او په دې مسئلو کې هیڅ کوم قطعي نص نشته.

 

دسایس پیکو تړون

ځينې په دې خبره باندې چې په اسلام کې سرحد نشته د (سایس پیکو) په تړون استدلال کوي، یاد تړون د فرانسې او بریتانیا ترمنځ و، کله چې عثماني امپراتورۍ ړنکه شوه فرانسې او بریتانیا د عربي هیوادونو نقشه په میز کېښوده او د عربو خاوره یې د عراق، سوریې لبنان اردن فسطین (د وطن) په نوم په پټه او خپل سره وویشله چې وروسته بیا تزاري روسیې دا تړون افشا کړ. سمه ده چې د سایس پیکو تړون ظلم او دمسلمانانو په خلاف یوه دسیسه وه، خو په دې ظلم د سرحد په نشته والي استدلال کول د عدم فقاهت دلیل دی.

د سایس پیکو له تړونه مخکې ډېرعربي هیوادونه موجود و. امام رباني صیب ته چې څوک په مکتوبات شریف کې یو صوفیانه نظر وړاندې کړي او په دلیل کې د ابن عربي صیب د فصوص الحکم عبارت راوړي هغه په جواب کې ورته وايي: مارا نص درکارست نه فص. د سایس پیکو تړون داسې دی لکه د ډېورنډ کرښه. د ډېرونډ کرښه هم دبرتانیې له خوا یوه دسیسه وه او ظلم و، خو په دې خاطر نه چې په اسلام کې سرحد او کرښه نشته بلکې په دې خاطر چې په پردۍ خاوره کې پخپل سر تصرف شوی او بې انصافي شوې او دیوې دسیسې لپاره شوې.

 

الله جل جلاله فرمايي: ما تاسو په دې خاطر په قومونو او قبیلو ویشلي یئ چې سره وپیژنئ که نه د خدای په وړاندې هغه څوک ډېر د قدر وړ دی چې متقي وي. اِنَّا َجَعلناکُم شُعُوباوَّ قبائل لتعارفو د وطنونو تقسیم هم د قبیلو په څېر دی او دتعارف لپاره دی لکه څنګه چې په قبیلو ویشل جائز دي په خاوره هم روا دي بلکې تقریبا یوشی دي پښتانه چې له چا د قوم پوښتنه کوي ورته

وايي چې (په خټه) څوک یې؟

او اسلام چې ناروا کړی هغه عصبیت دی.

په عربو کې ډېر وړې او لویې سیمې به د قوم په نوم دي او په خیرون القرون کې هم په همدې نوم پاتې شوې لکه یمن، بطحاء او داسې نور حتي نبی کریم صلی الله خپل دې ته ورته توری استعمال کړی په یوه حدیث کې راځي چې، اخرجو الیهود من جزیرة العرب د قومونو او وطنونو ویش یو نظم او ظبط دی.

 

د بشر تاریخ له پیر تر پایه خلکو د ځان لپاره سیمې ځانګړې کړي او د هغه حدود یې معلوم کړي اسلامي فقهي هم له پامه نه دي غورزولي. دفقهې په کتابونو کې د سفر په مسئلو کې وطنونه د وطن اصلي، اقامت او سکنی په نامه ویشل شوي او حدود یې په پام کې نیول شوي چې له هغه ځایه په وتلو سړی مسافر کیږي او په داخلېدلو یې مقیم کیږي. شرح مجلة الاحکام په (۱۸۰۱) ماده کې وايي، چې د قاضي پرېکړه تر زمان او مکانه محدوده ده د قاضي فیصله په هغو سیموکې د تطبیق وړ ده چې د ده د قضا په حدودو کې داخل وي.

د نبی علیه السلام په زمانه کې به عموما غزاګانو ته هر قوم بېل روان و او د هر یوه جنډه به له بل سره توپیر درلود. دغه راز په بنی اسرائیلو کې دوولس قومه وو او موسي علیه السلام هم د دوی لپاره په تیږه کې دوولس چینې جوړې کړې. موسی علیه السلام خپل قوم ته له خدایه او به غواړي او دوولس چینې ورته بهوي خو بیاهم موږ وایو چې د اسلام او وطن نه سره جمعه کیږي واقعا ډېره د تعجب خبره ده. وطن او اسلام دا نه چې یوازې ټکر نه دی بلکې خدای خپله د وطن د ساتنې امر کوي د مدینې منافقینو ته وايي، که د خدای لپاره کې جهاد نه کوئ اقلا د مدینې د دفاع لپاره وجنګیږئ قاتِلوُ فِی سَبِيل اللهِ اَوَدفَعُو.

دین له قصده او په لوی لاس د وطن په مقابل کې وړاندې کول سره له دې چې تقابل نشته دمسلمانانو ذهن په تشویش کې اچول دي او په دې سره د هغو کسانو سره مرسته ده چې غواړي نوی نسل د ارتداد کندې ته ټېل وهي

له خیرا لقرونه رانيولې تر اوسه پورې کفار او مسلمان په یوه هیواد کې ګډ اوسېدلي د هر یوه حق معلوم و او دی.

 

د اقبال او حسین احمد مدنی لانجه:

حسین احمد مدني صیب یوه ورځ په یوه جلسه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې نن سبا دقومونو بنسټ په دین نه بلکې په وطن کېښودل کیږي. له دې خبره سره په جلسه کې شور جوړ شو ګډوډي شوه، ځکه چې دا په ظاهره د پاکستان د نظریې او د مسلم لیک خلاف وه. اقبال په مدني پسې شعر جوړ کړ او دهغه خبره یې په یو څو بیتونو کې رد کړه.

عجم هنوز نداند رموز دین ورنه

به دیوبند حسین احمد این چه بو العجبی ست

سرود بر سر ممبر که ملت از وطن ست

چه بی خبر زمقام محمد عربی ست

به مصطفی برسان خویش را که دین همه اوست

اګر به او نرسیدی تمام بو لهبی ست

اقبال هم په سوء تفاهم کې لویدلی و، د هغه او د مدني صیب ترمنځ د خطونو د لېږد رالېږد په واسطه دغه غلط فهمي لرې شوه اقبال خپله خبره واخیسته دغه شعر په (ارمغان حجاز) کې د هغه له مرګه وروسته چاپ شوی، کنه اقبال نه غوښتل چې په کتاب کې رواړل شي. مدنی صیب وویل: موږ باید په دې پوه شو چې ملت او قوم دوه بېلې کلمې دي ملت په دین جوړیږي او قوم په دین نه جوړیږي. د مدني صیب یوه شاګر د اقبال جواب د شعر په

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه