ويب ډیسک
امریکايي چارواکی وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د فولبرایټ بورسونو پروګرام ته دوام نه ورکوي.
د جمعې په ورځ په مرکه کې له میاشتو ځنډ وروسته د ۱۴۰ فولبرایټ نوماندانو د غوښتنلیک د ردولو خبر اعلان شو.
دغه زده کوونکي تېر کال د امریکا په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره غوره شوي وو.
سره له دې چې دغه محصلین په امریکايي پوهنتونونو کې زده کړو ته منل شوي، خو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو عجولانه وتل د پروګرام لیدلوری په ابهام کې پرېښی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اې بي سي نیوز ته ویلي، په افغانستان کې د فولبرایټ پروګرام لپاره د انتخاب بهیر د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ تعلیمي کال لپاره دوام نه کوي، چې له خنډونو سره مخ دي.
هغه وویل، «موږ د هغه وخت او هڅه کوو چې غوښتونکي په دې فرصت کې داخل کړي او پوهیږي چې دا یوه مایوسونکې پریکړه ده.»


