ويب ډیسک
په سلګونو افغان کورنیو له اپریل میاشتې راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نېشنل پریس کلب مخې ته احتجاجي کمپ جوړ کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې لویدیځ هېوادونه دې دوی ته سیاسي پناه ورکړي.
په دغو کمپونو کې یو شمیر افغانې کورنۍ له ښځو او ماشومانو سره یو ځای اوسیږي. په دې ځای کې ډیر شمیر پولیس هم مؤظف دي. دغه مظاهره کوونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته یې په دغه هیواد کې ژوند خوندی نه دی. دوی وايي چې لویدیځ هیوادونه دې ورته سیاسي پناه ورکړي.
څو ورځې مخکې او تیره میاشت هم مظاهره کوونکو د اسلام آباد «ډي چوک» پورې د تللو هڅه کړې وه، چې د پولیسو له خوا یې مخه نیول شوې وه. مظاهره کوونکو د خپلو کمپونو دباندې داسې سپينې لوحې او پلاکاټونه لګولي دي چې پرې لیکل شوي «کِل از» یعنې یا مو ووژنۍ یا مو ومنئ.


