یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلونګ او لونګین په پښتو لنډیو( ټپو) کې

لونګ او لونګین په پښتو لنډیو( ټپو) کې

لیک: لطیف یاد
په پښتو ټپو( لنډیو) کې دلونګ او لونګین په اړه ډیر ې لنډۍ ( ټپې ) لرو . لونګ هغه دانه ده چې توریا قهوه‎یي رنګ لري او په انګریزي کې ورته
(clove)
وايي چې په اومه حالت کې تر ډېره شنه او سره ښکاري. دا بوټی تر ډیره د هندپه جنوب ، اندونیشیا او ملیشیا کې شهرت لري او ډېر پخوا ترې کار اخیستل شوی دی.
ویل کېږي چې په اندونیشیا او ملیشیا هېوادونو کې خلک د لونګو سګرټ هم څکوي.

د آسیا په سویلي هېوادونو کې تر ډېره خلک دنورو مسالو سره یوځای په خوړو کې دلونګو کار اخلي او په ټېره بیادلونګو نه دعطرو ، چایو.درملو او کریمونو په جوړولو کې ګټه اخلي چې خوشبویه شي.

د افغانستان په پښتني سیمو لکه خوست، لوګر، پکتیا ،پکتیکا ، خوست غزني ، کندهار ، زابل ، ننګرهار ،لغمان ، کونړاو پکتیکا کې خلک اوپه تیره بیا کوچیان لونګ د ښکلا او خوشبویې لپاره کاروي. په یادو ولایتونو کې پېغلې او ناوې د لونګو نه دغاړې امیلونه او ځونډي جوړوي چې بیا یې پر کمیس ټومبي. دلونګو نه جوړشوي امیل ته په پښتو کې لونګین وایی چې په پخوا وختونو کې لونګين د ناوې د پسول يوه لازمي برخه وه .په خوست کې کله چې ناوې د خاوند کورته ځي نو د دوه وړې کڅوړې لونګ د ډالۍ په توګه ورکوي.باید وویل شي چې لونګ تیز بوی لري اوپه کوم صندوق کې چې وریښمینې جامي پرتې وي او ورسره لونګ ایښودل شوي وي هغه جامې دچینجیانو نه خوندي وي .
دادی په لاندې ډول تاسو ته دلونګو په اړوند څو لنډۍ ( ټپې ) لیکم:
سپوږمیه سروهه راخیژه
یار دلونګو لوکوي ګوتې ریبینه

لونګ کرمه لوبه ګډ کړم
چې لو مې ګډکړ یاره تا به راولمه

داته چې لاړې مساپرشوې
د شنو لونګو کښت به څوک ریبي مینه

بارانه مه اوره لږتم شه
لیلا لونګ په درمندو شیندلي دینه

که چا لونګ لېدلې نه وي
پېغله خولې که د لونګو بوی یې ځینه

په غرونو تورې لړې راغلې
ښکته یې یووړل د لونګو درمندونه

خاونده بیا دې پسرلۍ کړو
له وچه ډاګه د لونګو بوی راځینه

خلک مې توره توره بولي
تورخو لونگ دي پا چاهان یی بویوینه

ټینګه می مه نیسه په غیږ کی
سبا به بوی دلونګین درڅخه ځینه

دلونګین په لړ راخیژه
په اوږۍ شپه کړه دچارګل وکړه سیلونه

تور لونګین په ژړا راغى
ماته روپۍ په سينه ځاى نه راکوينه

یار که مي تور دي څه پیغور دي
تور خو لونګ دي باچاھان یې بویوینه

هلک چې تور شي لونګين شي
نجلۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه

ته چې راځې ما به خبر کړې
چې په پالنګ درته لونګ وغوړومه

ما په سینه لونګ کرلي
که لو مې ګ‌‌‌‌‌‌ډ کړو یاره تا به راولمه

کشمالي وکرئ عالمه
نجونې مغروره شوې لونګ نه بویوینه

پلار مې لونګ کرلي ندي
چې هره ورځ به درته من،من درلیږمه

سبا به بیا بازار ته لاړ شې
د لونګین ځونډي دې کم راوړي دینه

مخې ته راغله راته ژاړي”
د لونګین نه مې ځونډي شلېدلي دینه

زما جانان له رنګه تور دی
په څلویښتی کې مور لونګ ورکړي دینه.

چې په لونګو دې مشهور کړم
اوس په سینه ټالونه راکړه ګني مرمه.

د لونګین جانان لپاره
خپلو پټو کې د لونګو باغ کومه.

له رنګه توره غنمرنګه
توره لونګه لیونۍ در پسې شومه.

په سينه يو لالی ځايېږي
زه لونګين او لالی دواړه ځايومه.

ما په سینه لونګ کرلي
که لو مې ګ‌‌‌‌‌‌ډ کړو یاره تا به راولمه.

دا نیمه شپه ده غله لګیږی
د لونګین مېرمنې وشمېرہ لړونه

د زنې خال دې داسي ښکاري
لکہ مستو ته چې لونگ پرېوتے وینه

ماته لونګ په چیلم کښيږدئ
ناکارې بنګې د يار غم نۀ غولوينه

د لونګین امېل بۀ جوړ کړم.
زۀ مې لالی د زرګر نۀ محتاجومه

بنګ ئې پخپله یار له ورکړل
بیا ئې نارې کړې چې مې یار لېونے شونه

دا نیمه شپه بوئ دلونګو
لکه د عطرو بارانونه شوي دینه

اړه لرونکي ليکني

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه