دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه ننګرهار کې چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په ننګرهار کې چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

ویب ډیسک

نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند “سراج العمارت ” باغ ته نږدې د اسلامی امارت پر يو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

د ننګرهار اړوند چارواکي چاودنه او په کې مرګ و ژوبله تائيدوي؛ خو وايي؛ تر دې دمه د تلفاتو جزئيات معلوم ندي.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي؛ د اسلامی امارت يو نظامي کاروان له سيمې څخه د تېريدو په حال کې و، چې په ګلدان کې پر ځاي پرځاى شویو چاودېدونکیو توکو توکيو له امله چاودنه رامنځته شوه.چاودنه کړې.

د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچينې وايي، د پېښې له ځاىه روغتون ته د يوه سرتېري مړى او ” اووه ” ټپيان رالېږدول شوي، چې په ټپيانو کې درې سرتېري، درې ملکي وګړي او يو د ښاروالۍ کارکوونکى شامل دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه