ویب ډیسک
افغانستان په نژدې نیمه پېړۍ کې چې عمدتاً د کورنیو جګړو او بهرنیو یرغلونو کلونه وو، د خپلو
پاموړ د ځنګلونو برخه له لاسه ورکړې ده.دا خبره پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په يوه پودکاست کې کړې .
د هغه په باور د هېواد ځنګلونو ته تر هر بل پړاو ډېر زیان د شلمې پېړۍ په وروستۍ څلورمه کې اوښتی چې نژدې څلورمه برخه یې په سپېرو غرونو او صحراګانو بدله شوې ده.
د ځنګلونو ویجاړۍ د ښکلا د ویجاړۍ تر څنګ، د وګړو او ژویو بقا هم له ګواښ سره مخامخ کړې ده: هوا ککړه شوې، تودوخه او سړوخه افراطي خواوو ته تللې، سېلابونه د ژوندانه په ورځنیو پېښو اوښتي او د اقلیم بدلانه د سیندونو او اوبنیو زېرمو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
د پاتې ځنګلونو د پراختیا په اړه کره معلومات نه شته، خو ښاغلی غني د دوو نسبتاً دقیقو څېړنو له مخې وایي چې ښایي لا هم په هېواد کې شاوخوا شپږ نیم زره مربع کیلومتره ځنګلونه پاتې وي.
ولسمشر غني وایي: کورنیو جګړو او د مخالفانو بریدونو د ځنګلونو د بیا احیا طرحه چې دده د حکومت له خوا چمتو شوې وه، پلې کېدو ته پرې نښوده. ددغې طرحې له مخې ټاکل شوې وه یو میلیارد نوې ونې په غرونو او غرنیو لمنو کې وکرل شي. دې ته ورته تجربه تر ډیورنډ لیکې هاخوا خیبر پښتونخوا کې په بري پلې شوې وه. د هغه په باور د ځنګلونو بیا احیا اوس د ټکنالوژۍ او نباتي څېړنو په رڼا کې هم شونې او هم آسانه شوې او نړیوال مالي صندوقونه یې مرسته کوي، خو یوازې مشروع حکومتونه دغه ډول مرستو ته لاسرسی درلودلی شي.
هغه په دې برخه کې د جاپاني ډاکتر تیڅو ناکامورا لارښوونې ارزښتناکې وبللې چې د هېواد ختیځ کې یې د سیندونو د مهارولو او د زرغونو سیمو په ډېرولو عملي بېلګې پرېښي دي.
ښاغلی غني وایي د ځنګلونو تباه کېدو د هند مونسون چې پخوا تر کابله رارسېده او د غرونو او بېدیاوو په زرغونولو کې یې مهمه ونډه درلوده، ستون کړی او اوس کله کله تش تر ننګرهاره رسېږي او بیا درېږي. د هغه په باور که په دوبي د هېواد تودوخه دوې درجې ټیټه وای اوس به د افغانستان ډېرې سیمې د څېړۍ (بلوط) په ځنګلونو پوښلې وای خو له بده مرغه اوس دغه درجه د ټیټېدو پرځای پورته ځي.
په افغانستان کې ډېرئ ځنګلونه د ۱۵۰۰ او ۳۵۰۰ مترو په لوړوالي کې دي، خو په ځینو سیمو لکه د تخار ولایت درقد کې د ځمکې له سطحې سره برابرې زرغونې سیمې هم شته چې ونې یې د غرنیو ونو پرتله ټیټې دي، خو له چاپېریالي او حیاتي پلوه یې ارزښت خورا لوړ دی.
ښاغلی غني وایي زموږ زرغونې سیمې یا د سون د لرګیو له پاره تباه کېږي او یا پاکستان ته د لرګیو د قاچاق له پاره وهل کېږي. هغه وویل د طالبانو له ادعاوو سره سره چې ځنګل وهنه یې بنده کړې، د قاچاق بهیر نه دی درېدلی او ښه بېلګه یې د نورستان د واما ملي پارک دی چې د وروستیو معلوماتو له مخې یې ډېرې ونې بهر ته د ایستلو له پاره وهل شوې دي.
ولسمشر غني وایي د پاکستان تر جوړېدو دمخه د پنجاب، سیندهـ او شمال لوېدیځ سرحدي یا اوسني پښتونخوا ایالت د لرګیو اړتیاوې د هند له ځنګلونو پوره کېدې، خو چې پوله تېره شوه او د هند لرګي ودرېدل، پاکستاني قاچاقچیانو د افغانستان ځنګلونو ته مخه کړه.
محمد اشرف غني د ځنګله، سیند او ورشو تړاو ته هم ګوته نیولې چې د هېواد د مالدارۍ له پاره مهم ارزښت لري. هغه وویل چې د ځنګله په ویجاړېدو ورشو ګانو ته هم زیان اوښتی او ورسره مالداري هم چې د ملي اقتصاد نژدې پنځمه برخه جوړوي، ګواښل شوې ده.
هغه د ورشو ګانو پر سر د کوچیانو او ځینو ځایي وګړو کړکېچ هم د زرغونو سیمو د کمښت له امله بللی او ددغو ستونزو د مخنیوي له پاره یې د کوچیانو او دهنشینو ترمنځ د اقتصادي شراکت د رامنځته کېدو سپارښتنه کړې چې دواړه ټولنې د تقابل پرځای، په ګډه همکارۍ خپلې ګټې تامین کړي. هغه ځینې کړۍ تورنې کړې چې د جمهوریت په کلونو کې یې د خپلو شخصي ګټو له پاره د کوچیانو او په تېره بیا هزاره ده نشینو ترمنځ کړکېچ ته لمن وهله.
ښاغلي غني ټینګار کړی چې که د ونو وهل ونه درېږي او د ځنګلونو احیا او ډېرول لومړیتوب ته رانه شي، افغانستان د صحرایي کېدو له خطر سره مخامخ دی چې هم یې طبیعي بڼه او هم یې د وګړو فزیکي روغتیا او راتلونکې ګواښي. هغه سپارښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلانه له سختو ناوړو عواقبو سره د مبارزې له پاره د یوې اساسي حل لارې په توګه باید د ځنګلي سیمو ډېرول او ساتل په ملي لومړیتوبونو کې راوستل شي چې د هېواد هر وګړی او قومونه یې خپله دنده وبولي.


