ویب ډیسک
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر او په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر، افغانستان سره، د چین عاجلو بشردوستانه مرستو سند، لاسلیک کړ.
د چین ولسي جمهوریت، چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره په هوکړه یې، له درې میاشتو راهیسې افغانستان ته د خوراکي توکو مرستو د یوې بستې ورکولو بهیر پیل کړی وو، نن یې د یادو مرستو جریان د بشپړېدو په اعلان، دغه وزارت ته، په رسمي ډول د یادو مرستو سند ورکړ.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، غلام بهاءالدین جیلاني، چې د یکشنبې په ورځ یې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چین ولسي جمهوریت سفیر، وانګ یو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو، زیاته کړه: افغانستان سره د چین د عاجلو خوراکي مرستو مجموعي اندازه، ۵۲۶۶ مټریک ټنه ده او ټولیز ارزښت یې ۵۰ میلیونه چینایي ین دي، چې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي.
هغه په ډاګه کړه، یادې مرستې چې ۱۲۸۴ ټنه غنم او ۳۹۸۲ ټنه چینایي وریژې پکې شامل دي، د طبیعي پېښو له اړخه د ولایتونو زیانمننې کچې ته په کتو، تقسیم او لېږل شوي، چې اړمنو کورنیو ته یې په عادلانه او شفاف ډول، د وېش بهیر هم عملاً پیل شوی دی.
کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر، وانګ یو، په دې خبري کفنرانس کې افغانستان سره د یاد هېواد د عاجلو بشردوستانه مرستو سند له ورکړې مخکې، ټینګار وکړ چې افغانستان او چین، دوه ښه ګاونډیان دي.
دغه راز وانګ یو، د روغتیا برخه کې افغانستان سره د خپلو هېواد مرستو ته په اشارې، زیاته کړه، چې چین په نېږدې راتلونکي کې د کرونا ویروس د ۴۰۰ زره دوزه واکسین، مرسته هم کوي.


