یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد اوکراين او روسيې د بهرنيو چارو وزارتونو له اوکراين څخه د...

د اوکراين او روسيې د بهرنيو چارو وزارتونو له اوکراين څخه د امريکايي ډيپلوماتانو وتلو ته ځواب ورکړ

ويب ډیسک

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت وياند نيکولينکو د جنورۍ په ۲۴مه نېټه ځايي خبري رسنيو ته ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اوکراين کې د دغه هېواد د سفارت ډيپلوماتانو ته خبرداری ورکړی، چې له اوکراين څخه ووځي. د امريکا دغه پريکړه ډېره ډېره محتاطه ښکاري.

نيکولينکو ويلي، چې د خپلو ډيپلوماتانو د امنيت ساتلو لپاره د بل هېواد د حقونو درناوی کوي. خو د امريکا ياده پريکړه ډېر وختي ده او د اوکراين د امنيت حالاتو سخت بدلون نه دی رامنځته شوی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا ځاخاروا د جنورۍ په ۲۴مه نېټه ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ياده پريکړه عجيبه او له منطق لرې ده او د روسيې او امريکا تر منځ له تازه خبرو اترو سره هيڅ تړاو نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه