لیک : نور اپریدي
زه چې د افغان په حقله څومره څيړنه کوم نو ماته نوي نوي څيزونه مخې ته راځي ـ زه چې د دې موضوع سره بل تړلے څيز ګڼم هغه د دې پښتنو افغانانو جغرافيه يا د اوسيدو زمکه ده ـ
مونږ به دا ګورو چې پوهان د دې پښتنو د زمکې په حقله څه واٸي ـ او دا به ګورو چې دا پښتانه پخوانه تر اوسه پورې په کومه زمکه ژوند کوي ـ
په دې حقله د ټولو نه اول مونږ د حافظ رحمت خان روهيلي کتاب خلاصه النساب ګورو چې دې څه واٸي :
د افغانانو (يعني پښتنو) ټول کورونه د ايران توران هند او سيند تر مينځه دي ـ
حافظ رحمت خان د پښتنو علاقه د ايران توران هند او سيند ترمينځه ښاٸي چې د پښتنو موجوده د اوسيدو زمکه په ګوته کوي ـ
نواز طاٸر صيب په خپل کتاب روهي ادب کښې د پښتنو د اوسيدو زمکه ښاٸي نو داسې واٸي :
د برصغير پاکستان او هند په قبلٸيز اړخ د اباسين په ښي غاړه د روهستان علاقه ده چې د دې علاقې پښتانه ورته پښتونخوا هم واٸي ـ
مخکښې په دې حقله طاٸر صيب ليکي :
د پېښور ،ملاکنډ ،ډيره اسماعيل خان او کويټې ډويژنونه او د افغانستان سهيلي نمر ختيزه سيمه د دې علاقې دوه لوٸې برخي دي ـ دا دواړه علاقې په کوزه او بره پښتونخوا ياديږي ـ عربو به دې خاورې ته خراسان هم وٸيلو ـ
خوشحال بابا چې کله د دې پښتنو افغانانو د جغرافيې ذکر کوي نو داسې واٸي :
سر ٸې هورې قندهار بل ٸې دمغار دے
تر دا مينځ همه ميشته واړه عبث دي
خوشحال بابا چې د پښتنو کومه جغرافيه په ګوته کوي نو هغه قندهار بره پښتونخوا سهيلي ګوټ او دمغار بر سوات ښاٸي ـ
کيرو په خپل کتاب دي پټان کښې د پښتنو زمکې ته د ايشيا ديوال سره تشبيه ورکړې ده ـ هغه واٸي چې د دې زمکې قبلې لاس ته د ايران لوړې ورشوګانۍ دي قتب پلو ٸې د پامير بلندې او د ترچ مير څوکۍ دي ـ پښتانه د دې په څنګ کښې چرته يو اړخ او چرته دواړو اړخونو ته پراته دي ـ
ايل ډي سټيمپ چې کله د پښتنو د استوګنۍ ځاے په ګوته کوي نو داسې واٸي :
د روس او پاکستان په مينځ کښې هغه ازاد او غيرتي اولس پروت دے چې د ايشيا مستقبل په ټوله روغه او ورانه کښې به دے د يو اهم کردار مقام لري ـ
محمد نواز طاٸر صيب په خپل کتاب کښې واٸي :
پښتون د ډيرو زمانو راسې د لرې او برې پښتونخوا په دوو لويو برخو تقسيم پاتې دے ـ د دوٸ تر مينځه د غرونو هغه پښتانه پراته دي چې پوهان ٸې د پښتونخوا د ملا تير ګڼي ـ په دې قباٸلو کښې ځنې مشهورې قبيلې افريدي ، خټک ،اورکزي ،بنګش،وزير،محسود،توري دي ـ
نواز طاٸې صيب د کوزه او بره پښتونخوا په حقله واٸي :
بره پښتونخوا د هندوکش په ترس کښې ده او کوزه پښتونخوا د سليمان د غرونو په خواشا کښې ـ
نواز طاٸر صيب د بره پښتونخوا په حقله واٸي چې :
د هندوکش په شمال کښې د بلخ او باختر هغه زمکه ده چې د ځينو مورخينو په خيال د انساني تهذيب وړومبۍ ځانګو ده ـ
راورټي په خپل کتاب نوټس آف دي افغانز کښې د پښتنو علاقه په روه يادوي ـ
د روه نه مراد هم دغه پښتونخوا ده ځکه چې دغې پښتونخوا ته په مختلفو دورونو کښې مختلف نومونه اخستي شوي دي ـ ياده دې وي چې کوم سياح هم راغلے دے نوهغه د دوٸ علاقې يا دوٸ پښتنو ته کوم نوم اخستے دے هغه د څه خصوصياتو په بنا ٸې ورته اخستے دے ـ لکه علامه اقبال چې دغه پښتون افغان يادوي نو ورته کوهستاني يعني د غره اوسيدونکي واٸي او هم داسې ده هم چې دغه پښتانه په غرونو کښې سراسر اوسيږي ـ
بيا هم د خپلې خبرې اړخ ته راځو ـ ډاکټر حسن داني چې يو پوهه عالم وو هغه د يو چيني سياح هيون سانګ په حواله داسې ليکي :
چې دلته د يوې علاقې نوم پوکيان دے ـ د دغې سيمې خلق په غرونو کښې ژوند کوي او جدا جدا خيلونه او قبيلې ٸې دي ـ د دوٸ څوک خاص بادشاه او واکمن نشته ـ
مونږ چې د هيون سانګ دغه ليکنه د سترګو تيره کړو نو پوکيان چې عالمان ترې پښتون مراد اخلي ـ بل که نن هم مونږ اوګورو هره قبيله ځان ته زه واٸي او ځان ته ٸې بيل شناخت لرلے دے ـ داسې دغه پښتانه اوس هم په غرونو کښې د بلخ نه تر اباسين پورې اباد دي او ژوند کوي ـ او که مونږ اوګورو نو په دې يويشتمه صدۍ کښې هم خپل اختيار او باچا نه لري نو بيا خو هغه وخت چې د د دې پښتنو د بادشاهت تصور هم نه شي کيدے ـ
نو مونږ ښه په يقين سره وٸيلے شو چې دا خلق بل څوک نه بلکښې هم دغه پښتانه وو ـ
راورټي په خپل کتاب کښې ليکي : چې د پښتنو وطن د کوه بابا نه تر کوه سلمان د نمر ختيزه څانګو پورې دے ـ
ما مخکښې چرته وٸيلي دي چې د يونان ېو مورخ چې هيروډوټس نوميږي هغه په خپل کتاب هيسټوريه چې د دنيا د تاريخ وړومبے کتاب هم ګڼلے شي ـ هغه چې کله د پښتنو علاقه يادوي نو په پکټو ٸيکي ٸې يادوي چې پوهان اوس په يوه خله دي چې هم دغه د نن وخت پښتونخوا ده ـ نو په دې سبب مونږ وٸيلے شو چې پښتونخوا د پښتنو افغانانو د اوسيدو زمکه ده چې نن وخت کښې په کوزه پښتونخوا او په بره پښتونخوا ياديږي ـ او هم دغه نوم د پښتنو د علاقې د ټولو نه زوړ نوم دے ـ ياده دې وي چې د افغانستان نوم احمد شاه بابا په ١٧٤٧ء کښې ايښودے دے ـ خو دغه افغانستان نوم په باقاعده توګه بيا دغې وطن ته استعمال شو ـ خو د احمد شاه بابا نه اول به هم دغې علاقې ته د افغانانو يعني پښتنو په وجه افغانستان وٸيلے کيدو خو په باقاعده توګه ورته احمد شاه بابا دغه نوم ايښودے دے ـ
د احمد شاه بابا نه اول چې دې علاقې ته د افغانستان نوم وٸيلے کيږي هغه د مورخ فرشته په ليکنو کښې به مونږ ګورو ـ هغه ليکي چې :
کوهستان ته افغانستان هم وٸيلے شي ځکه چې دلته د افغانانو د شورو شغرب نه علاوه نور هيڅ نشته ـ
بيا هم د دې پښتنو افغانانو د اوسيدو اصلي ځاے هم دغه خاوره ده چې دے پرې نن هم ميشته دے او پرون پرې هم ميشته وو ـ په دوٸ باندې ډير حمله آور قومونه راغلو خو د دې خړ پښتون يوه تيګه ٸې هم بې ځايه نه کړه بلکښې هغه قومونه ورک شو او نن ٸې نوم او نشان هم دلته نشته ـ بل زما يو نظر دے چې دغه د هندوکش په غرونو کښې چې کوم وګړے هم ژوند کوي نو هغه به اول د ځان نه پښتون جوړوي او په پښتون کښې به ځان ورکوي نو هله به ژوند په دې هندوکش کښې کوي ـ ګني ستاسو په مخکښې دي نه خو يونانيان پاتې شو نه خو تورانيان نه خو منګول او نه بل داسې قام اوکه اباد دے د ادم نه تر نن دمه نو دغه پښتون په دغې غرونو کښې ژوند کوي ـ


