دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانوله متحده عربي امارات سره د هوايي ډګرونو د تنظيم او مديريت...

طالبانوله متحده عربي امارات سره د هوايي ډګرونو د تنظيم او مديريت قرارداد لاسليک کړ

ويب ډیسک

طالبانو له متحده عربي امارات سره د هوايي ډګرونو د تنظيم او مديريت قرارداد لاسليک کړ
د افغانستان باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د  طالبانو د مې په ۲۴مه نېټه له متحده عربي امارات سره د هېواد د څو هوايي ډګرونو د تنظيم او مديريت قرارداد لاسليک کړی دی.
د خبر له مخې، د دواړو خواوو استازو په کابل کې خبري ناسته تر سره کړې او خبري رسنيو ته يې د ياد قرارداد په اړه مالومات ورکړي دي.

متحده عربي امارات به د افغانستان د کابل، هرات، کندهار او مزار شريف هوايي ډګرونو ته پرمختللی تخنيکي سيستم او ځمکني خدمتونه برابر کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت مخکې له متحده عربي امارت، ترکيې او قطر سره هم د يادو هوايي ډګرونو د مديريت په هکله څو ځلې خبرې اترې کړې وې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه