ويب ډیسک
په افغانستان کې تر ويجاړونکې زلزلې وروسته هلته له بهر څخه لومړي مرستندويه توکي رسېدلي دي. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د پنجشنبې په ورځ د تويتر له لارې وويل چې له قطر او ایران څخه په اړينو توکو بار الوتکې هېواد ته رسېدلي دي.
نوموړي همدا راز وويل چې ګاونډي هيواد پاکستان هم د ځمکۍ له لارې په خیمو، دارو درملو او خوراکي توکو بار لارۍ ليږدولي دي. آلمان، اروپايي ټولنې او امريکا متحده ايالاتو هم همدا شان د مرستې ژمنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «يو ان ایچ سي آر» هم د تويتر له لارې ويلي دي چې د مرستو لومړی کاروان یې نن، پنجشنبه ځپل شويو سيمو ته روان شوی دی چې خيمې، کمپلې او نور اړين توکي پکې بار دي. زياته شوې چې دغه توکي به د خوست او پکتيکا د ۴۰۰۰ اغیزمنو د لومړنیو اړتياو د پوره کولو له پاره کافي وي.
سه شنبه د شپې ناوخته د افغانستان يو شمير سيمو کې د زلزلې سخت ټکانونه احساس شول خو ډېره ويجاړي یې په خوست او په تېره بيا په پکتيکا ولایت کې کړې ده.
د ملګرو ملتونو په حواله د زلزلې له کبله په ټوله کې تقريباً ۲۰۰۰ کورونه نړيدلي دي. د چهار شنبې ورځې د لومړيو معلوماتو په حواله زلزلې لږ تر لږه زر کسان وژلي او کابو ۱۵ سوه نور ټپيان دي.


