سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد تورخم لارې بېرته پرانيستل کېدل؛ یوازې وېزه لرونکي کسان د تګ...

د تورخم لارې بېرته پرانيستل کېدل؛ یوازې وېزه لرونکي کسان د تګ راتګ اجازه لري

ویب ډیسک

پاکستاني چارواکو د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې د تورخم لارې د بشپړ پرانېستو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې هغه کسان پر دې لاره تګ راتګ کولای شي چې قانوني وېزه ولري.

 

ډان ورځپاڼې یکشنبه د وري پر ۳مه د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د تذکرې لرونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې دغه هیواد ته سفر وکړي

 

د راپورونو له مخې، د دې لارې له پرانیستل کېدو راهیسې لږ تر لږه څلور زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

 

ډیری دغو کسانو د سفر قانوني اسناد لرل.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې یو پاکستانی پلاوی د ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره پر خبرو اترو بوخت دی.

 

د پاکستان حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نیټه ټاکلې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه