سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکوټه پولیسو ډاکټر ماه رنګ بلوڅ باندې قضیه جوړه کړی

کوټه پولیسو ډاکټر ماه رنګ بلوڅ باندې قضیه جوړه کړی

ویب ډیسک

پولیس د کوټې سول لائن تهاڼه کې په ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ،بیبو بلوڅ او د بلوڅ یوالي غورځنګ په نورو غړو قضیه جوړوه کړی .

د ماهرنګ بلوڅ له نیول کېدو وروسته، نن سهار د پاکستان امنیتي ځواکونو په کویټه کې د بلوڅو د یووالي غورځنګ مخکښ غړي عمران بلوڅ په ګډون ځیني نور لاریونوال هم له ځانه سره یو نامعلوم ځای ته وړي دي.

 

د بلوچستان ځایي رسنۍ بلوچستان پوسټ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو د برېښنایي ډنډو ګوزارونه کړي او د خلکو د خورېدو لپاره یې له اوښلن ګاز شېندلی، چې په پایله کې د ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي.

 

په همدې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوڅو د یووالي غورځنګ د غړو په نیولو او د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو د ډزو له امله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، پاکستان ته د دغو مظلومو ولسونو لاریونونه هم د زغملو نه‌دي او د پښتنو او بلوڅو د ملي خوځښتونو د ځپلو هڅه کوي.

 

د یادولو وړ ده، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي وو.

 

ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کېدو شپږ ساعته وړاندې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی و او ادعا یې کړې وه، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید‌ پر مهال نوموړی په ډزو وژلی دی.

 

د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سوله‌ییز لاریونونه کوي چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.

 

د بلوڅو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.

 

تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د‌ پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډوډې شوې دي.

 

د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی، چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند نور ودروي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه