دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت واک اوسني واکمنو ته ورسپاره

ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت واک اوسني واکمنو ته ورسپاره

ويب ډيسک

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ناروې پلازمېنه اسلو کې د افغانستان سفارت واک ورسپارل شوی دی.

 

اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان سفارت قونسلي خدمتونه به په اسلو کې د مارچ له ۲۴ مې نېټې بېرته پيل شي او دا یې یو مثبت ګام بللی دی.

 

اسلو کې د افغانستان سفارت د تېر میلادي کال په سپټمبر کې وروسته له هغې فعالیتونه بند اعلان کړل، چې طالبانو وویل د یو شمېر نورو هېوادونو سربېره ورته په ناروې کې یاد سفارت اعتبار نه لري.

 

له دې وړاندې د ناروې بهرنیو چارو وزارت تایید کړې وه، چې د نجیب الله شېرخان په نوم د طالبانو یو ډیپلوماټ یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی دی.

 

یاد وزارت داسې مهال د طالبانو ډیپلوماټ منلی او د افغانستان د سفارت واک یې ورسپارلی، چې له دې وړاندې یې د طالبانو د سیاستونو له امله د سفارت له ورسپارلو انکار کاوه.

 

کارپوهان وايي، تر هغې چې په افغانستان کې مشروع او منل شوی نظام نه وي رامنځته شوی، کوربه هېواد حق نه لري چې د طالبانو ډیپلوماټ د افغانستان په سفارت کې ومني.

 

له دې وړاندې هم په ځينو هېوادونو کې د طالبانو له لوري د افغانستان سفارتونه بې اعتباره اعلان شوي چې په یو شمېر هېوادونو کې د سفارتونو واک ورسپارل شوی دی.

# #Afghanistan #AfghanEmbassy #Norway #Politics

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه