تېر کال په افغانستان کي د وسله والو طالبانو په بريد کي د وژل سوي هندي ژورنالست مور او پلار د طالبانو پر ضد حقوقي دعوا کړې ده.
د وژل سوي عکس اخيستونکي ژورنالست، دانش صديقي د مور او پلار وکيل د سه شنبې په ورځ په يو آنلاين خبري کنفرانس کي وويل چي ياده حقوقي دعوا يې په نړيواله جنايي محکمه کي وړاندي کړې ده.
ډلي مېشت وکيل آوي سينگهـ زياته کړېده چي حقوقي دعوا د طالبانو د شپږو مشرانو پر ضد په دې تور ثبت سوې چي گواکي صديقي يې په دې وجه وژلی چي هغه ژورنالست او د هند هيواد تابعيت لرونکی وو.
صديقي چي د پوليتزر جايزې گټونکی هم وو، د ۲۰۲۱ کال د جون مياشتي په شپاړسمه نېټه سپين بولدک ته نژدې هغه وخت ووژل سو، کله چي حکومتي ځواکونو د يادي سيمي د بېرته نيولو هڅه کوله.


