د افغانستان د زعفرانو د تولید او سوداګرۍ اړوند مسوولین وایي چې د محصول د کیفیت ښه کېدو او د بستهبندۍ د معیارونو لوړولو له امله د افغانستان زعفران په نړیوالو بازارونو کې ډېر پېرودونکي پیدا کړي دي.
د دوی په وینا، د افغانستان زعفران اوس د منځګړو له اړتیا پرته د نړۍ بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا، اروپایي هېوادونو، چین او ځینو عربي بازارونو ته رسېږي.
د افغانستان د هرات ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې ۲ زره او ۹۰۰ کیلوګرامه زعفران صادر شوي چې ارزښت یې ۴.۵ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.
بلخوا، د زعفرانو د کر او تولید برخه کې فعال بنسټونه وایي چې سږ کال په افغانستان کې له ۴۰ ټنو څخه ډېر زعفران راټول شوي دي. د دوی د معلوماتو له مخې، د زعفرانو په کر، راټولولو، پروسس او سوداګرۍ کې له ۸۰ زرو زیات کسان بوخت دي.
کارپوهان باور لري چې د زعفرانو تولید او صادرات کولی شي د هېواد د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا او د خلکو د عایداتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.


