یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان ایوک بنسټ امریکا دې افغان کډوالو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي.

افغان ایوک بنسټ امریکا دې افغان کډوالو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي.

ویب ډیسک

د افغان “ایوک” بنسټ په یوه پرانیستې لیک کې د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د روانې اوونۍ د بودیجې اورېدنو (استماعیه)په غونډه کې دې د افغان کډوالو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي.

په دې لیک کې راغلي، چې څه باندې ۲۱۲ زره کسان په افغانستان کې او لسګونه زره نور، د پاکستان او قطر په ګډون په ۷۵ هېوادونو کې په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.

د افغان ایوک د لیک یوې برخه کې راغلي:«د بهرنیو چارو له وزیر سره د روانې اوونۍ غونډې کانګرس ته یو حیاتي فرصت دی څو له لسګونو زرو هغو افغان متحدینو سره د خپلې ژمنتیا پخلی وکړي، چې لا هم د بیا مېشتېدو او خوندیتوب په تمه دي. دا مهال، له ۲۱۲ زرو ډېر کسان د افغانستان دننه اېسار پاتې دي او لسګونه زره نور په ۷۵ هېوادونو کې لالهانده دي. د امریکا د اخلاقي مشرتابه، ملي امنیت او نړیوال اعتبار اهمیت کله هم دومره زیات نه و.»

 د کډوالو د حقونو فعال محمد خان محمدزی په دې هکله وايي:«د دې هېواد د پناه‌ غوښتونکو له وضعیت سره باید د نړۍوالو قوانینو او د امریکا د کورنیو قوانینو په چوکاټ کې چلند وشي، څو د کډوالو ستونزې راکمې شي.»

د کډوالو د حقونو فعال محمد مسلم جمال هم وویل: «زه ډاډه یم، چې ښایي دوی یو شمېر کسان د خپلو ګټو لپاره تر اکتوبر میاشتې له هغه هېواده وباسي؛ خو د خپلو نافذه قوانینو او داخلي ګټو له مخې امکان لري، چې کډوالو ته کافي وخت ورکړي، څو په متحده ایالاتو کې پاتې شي.»

اخوا ځینې افغانان چې د امریکا د کډوالۍ کېسونه لري او دا مهال په پاکستان کې اوسېږي، وایي چې واشنګټن باید د دوی د لېږد بهیر بېرته پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان زېږدیز کال د جنورۍ پر۲۰مه، ډانلډ ټرمپ د متحده ایالاتو د کډوالو پروګرام د ځنډولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ او له دې پرېکړې ۱۲۰ ورځې وروسته، د افغان کډوالو وروستی برخلیک لا هم نه‌دی څرګند شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه