یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطیب اردوغان په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پايله کې پر...

طیب اردوغان په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پايله کې پر اوښتو ځاني او مالي زيانونو خواشيني څرګنده کړې ده

ويب ډيسک

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پايله کې پر اوښتو ځاني او مالي زيانونو خواشيني څرګنده کړې ده.

ترکي رسنيو نن (سې‌شنبه، د غبرګولي لومړی) راپور ورکړی چې ولسمشر اردوغان تېره شپه د کابینې تر غونډې وروسته د خپلې وینا په یوې برخه کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په پايله کې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو یادونه وکړه او له افغان ملت سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

اردوغان زياته کړه، چې سېلاب‌ځپلو ته يې له مرستندویه توکو ډکه یوه کارګو الوتکه افغانستان ته استولې ده.

اردوغان وویل چې د تیرې جمعې په ورځ ټولټال ۲۴ ټنه مرستندویه توکي د مزار شریف هوايي ډګر ته ورسیدل.

نوموړي زياته کړه، “اوس موږ سیمې ته د ۴۳ واګونونو نه جوړ په بشري مرستو بار یو مرستندویه اورګاډی لیږو. د ترکیې د ناورین او بیړنيو حالاتو ادارې تر مشرۍ لاندې افغانستان ته زمونږ شلم د ښیګڼې ریل ګاډی حرکت کوي. د اورګاډي د بارولو لړۍ پرون بشپړه شوه، د ګمرکي چارو د پایته رسیدو نه وروسته به انشاالله چې د افغانستان پر لوري حرکت وکړي.”

ولسمشر اردوغان دغه راز ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به د ترکيې مرستې دوام ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه