سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد تورخم لویه لار نن هم د مسافرینو پرمخ تړل شوې

د تورخم لویه لار نن هم د مسافرینو پرمخ تړل شوې

ويب ډيسک

د تورخم لویه لار چې ټاکل شوې وه، نن د جمعې په ورخ به د مسافرینو پرمخ پرانیستل شي، د سرچینو د معلوماتو له مخې نن به د تګ راتګ پرمخ تړلي وي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ پاکستاني لورې په تورخم کې طالبانو ته خبر ورکړی، چې د دوی سکینرونه او نورې تخنیکي برخې لا چمتو نه دي او له همدې امله به نن جمعه هم یاده لویه لار د مسافرینو پرمخ تړلي وي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم تائید کړې، چې یاده لار به نن هم د مسافرینو پرمخ تړلي وي.

د یادونې وړده، چې له نن څخه ۲۸ ورخې مخکې د پاکستان لورې لخوا د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه، خو دوه ورځې وړاندې د ترانیزیټ پرمخ پرانیسته.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه