ويب ډیسک
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکو رسنيو ته ويلي، د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.
خان جان الکوزی وایي، چې تېر کال افغانستان هند ته څلور سووه میلیونه ډالر صادرات لرل، خو روان کال دغه کچه شاوخوا پنځو سوو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.
هغه زياتوي، چې افغانستان په دې موده کې هند ته مېوې، وچې مېوې، طبي بوټي، قالینې او ځينې نور توکي صادر کړي دي.
هغه د سوداګرۍ د پراختیا لامل د هند له لوري افغان محصولاتو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.


