دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهارواښاد محترم عبدالرحیم مندوخیل، دپښتون افغان ملت ویاړلې قومی اثاثه

ارواښاد محترم عبدالرحیم مندوخیل، دپښتون افغان ملت ویاړلې قومی اثاثه

لیک ـــــ خورشیدکاکاجي

“ستا د ښائیست ګلونه ډیر دی
جولئ مې تنګه زه به کوم کوم ټوله وومه ”

نن 20 م مئ ده او د ارواښاد محترم عبدالرحیم خان مندوخیل شپږم تلین کلیزه ده ـ
د محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب سره زما ځانی پیژندګلو او سیاسی و تنظیمی رشته د کال 1985 نه تر د هغوی د وفات 2017 د نیټې پورې نزدې دریدیرش کاله اوسیدلې ده ـ په دغه ټوله دورانیه کښې ما محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب د یو قومی او ګوندی مشر په حیث ډیر د نزدې لیدلې او اوریدلې دې ، د یو فعال سیاسی کارکن په حیث ورسره په ګوندی سیاسی و تنظیمی سرګرمو کښې شریک ووم او د نورو قومونو او حزبونو سره د اتحادی سیاستونو په حواله مې هم د MRD، سندهی بلوچ پختون فرنټ، پونم او پښتون رهبر کمیټئ وغیره په تنظیمی اجلاسونو او سیاسی جلسو کښې مې ډ یر د نزدې نه لیدلې او اوریدلې دې، د پښتونخوا وطن په کلو او بانډو ورسره ګرځیدلې او د سنده،پنجاب په سفرونو کښې ورسره مل اوسیدلې یم، یقینأ چی دغه زما د ژوند پر افتخاره حصه ده چی ما ته د خپل ګوند د نورو مشرانو سره سره د محترم رحیم صیب سره هم د صحبت یوه اوږده موده په لاس راغلې ده، په خپل قومی تاریخ ، وطنی و سیمه ایز سیاستونو او تنظیمی امورو باندې مې ترې بلها ایزدکړې کړی دی او واقعتأ چی په هره حواله د علم کان وو او د عمل د جیهان نه ستړې کیدونکې انقلابی مبارز وو،د پاک و شفاف کردار خاوند او عالم با عمل وو، یو عظیم انسان، کامل مومن، سوچه پښتون او لوئ افغان وو، زیرک سیاستدان او هوښیار و جرآتمند قانونی و آئینی ماهر او پارلیمنټیرین وو، لوئ ادیب او تاریخ پوهه وو، په ریښتیا د خپل سیاسی اسلافو اورهبرانو سوچه ملګرې او همقدم وو، د رنګ،نسل،ژبې او مذهبی عقیدې بالاتر د هر رنګه ظلم و جبر او غلامئ خلاف وو او د خپل ویاړلی پښتون افغان لپاره ئی د قومی برابرئ او سیالئ په بنیاد د نورو قومونو سره د ریښتونی پائیدار امن، رورګلوئ او ژوند تیرولو علمبردار وو، په خپل سیاست کښې د سامراجی او استعماری قوتونو دوښمن، دوطنی استبدادی عناصرو سخت مخالف او د اولسونو لپاره د مترقی سیاسی نظام بیرغ بردار وو ـ
بحیثیت مجموعی ارواښاد محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب ډیر مینه ناک او شفیق انسان وو او بالخصوص د پارټئ د ملګرو او کارکنانو لپاره لکه د خوږ او مهربانه پلار رنګه وو البته په ژوند کښې ئې درست نظریاتو،سیاست و سیاسی کارونو او خپل قومی اهدافو ته تل اولیت ورکړې او ورکاوه او په دې لړ کښې ئی د کړاو او قربانئ ورکولو نه نه خپله ډډه کوله او نه ئی ملګری بې زړه و بې جرآته ساتل بلکه تل به ئی د پارټئ کارکن او ملګری په ډیر همت او جرآت په کار اچول، په نه ستړی کیدونکې سیاسی مبارزه ئی یقین ساته او د سیاسی جدوجهد په دوران کښې ئی د نظریاتو پاکوالې او شفافیت بیانول او ساتل ئی نه فناه کیدونکې عظمت دې، د آذاد افغانستان د آذادئ و ملی استقلال د دفاع،د هغې د ارضی تمامیت د بشپړتیا ، د مینځنئ پښتونخوا (فاټا) د اولسونو د خپلواکئ او ترقئ لپاره د هغوی د جمله حقونو د ګټلو او له محکوم وطن له چتراله تر بولانه د پښتون افغان ملت د کلهم سیاسی،معاشی،ټولنیز او کلتوری مشکلاتو د دائمی حل لپاره د وطن په بنیاد جوړه د پښتونخوا ملی عوامی پارټئ په تشکیلاتو کښې ئې رول بنیادی او جوهری دې ـ
د آذادئ،خپلواکئ او اولسواکئ د ګټلو لپاره محترم رحیم صیب تل اګاهانه او شعوری سیاست کړې دې او په دې لړ کښې ئې په خپله پارټئ، د هغې په تنظیمی یونټونو او فولادی ډسپلن باندې بې حده مئین وو او په دې ئې په هیڅ صورت کمپرومائیز یا سمجهوته نه کوله او په دې لار کښې د فولادی مزاحمت بهترین علامت دې ـ
د خپلې پوهې،پاک و شفاف کردار،جرآت، اولس دوستئ او اعلی ا انسانی خویونو په برکت یقینأ چی محترم رحیم صیب په خپل عصر کښې ممتاز مقام ګټلې دې ـ
غرض ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل صیب د پښتون افغان ملت په هغه څو مشرانو کښې دې چی د فکر و عمل هر اړخ ئې مونږ ته بهترینه لارښودنه کوی،یقینأ چی په تاریخ کښې داسې قومی مشران او عظیم انسانان خال خال زیږی ـ
لیکن نن دا چې د محترم رحیم صیب
* محبوب وطن ګران افغانستان د خپل 40 کلن تورتم نه په بریالیتوب وتونکې او پښتون افغان ملت د تاریخ یو اهم پړاو کې داخلیدونکې دې ـ
* دا چې له چتراله تر بولانه د محکوم پښتون افغان ملت سیاسی پوهه او شعوری سطح کافی لوړه شوې ده ـ
* دا چې ګوندی اولسونو او بالخصوص ګوندی سیاسی کارکنان حزبی آئین، تنظیمی ضابطو او ډسپلن ته پابند د یو متحد، متحرک وطنی قومی سیاسی ګوند په اهمیت او قدروقیمت نو هم پوهیدلی او په دغه حواله احساسات ئې نور هم زیات حساس شوی دی ـ
* دا چې د ګران وطن د خپلواکئ، آبادئ، سیالئ او پرمختګ دښمن سامراجی و استعماری قوتونه د پخوا په نسبت زیات بې نقابه شوی او د دغه قوتونو اله کار او سرغنه پنجابې استعمار په جیهانی او ملکی دواړو سطح د بې پناه تنهائي سره مخ دې او د سیاست او معیشت کشتئ ئې په ډوبیدو ده ـ
* دا چې د غیرجمهوری او عوام دښمنه حکمرانئ په سبب د دهشتګردئ، بې روزګارئ، بې پناه ګرانئ، لوټ تالان، بې عدالتئ، په ملکی میډیا د بدترن بندیزونو او بې رخئ د پالیسو په وجه چې نن په پاکستان کې د پښتون قام ټول ملی افتخارات او حقوق د پښو لاندې دی او حتی ا د سر، مال او ناموس د خطرو سره مخ دې ـ

نو په داسې تاریخی پړاو کې زمونږ ویاړلی پښتون افغان ملت ته د مشرانو په قطار کې د عبدالرحیم مندوخیل په رنګه د یو قوی عزم، اقدام، باتدبیره او حوصله مند سیاسی و تنظیمی رهبر او استاذ ضرورت د پخوا نه هم زیات محسوسیږی ـ

لیکن بد بختانه چی څلور کاله اګاهو په 20 مئ کال 2017 کښې د یو اوږدې ناجوړئ وروسته دا عظیم انسان او د سیاست دا لو ئې استاد د خپل محبوب پښتون افغان ملت او پښتونخوا ملی عوامی پارټئ نه ډ یر ارمانی د دارلاجل په خوا رخصت شو لیکن د سیاست او ژوند په میدان کښې ئې خپلو پیروکارو ته نه هیریدونکې او نه فناه کیدونکې خاطرې، ډیر قیمتی علمی اثار لکه” انګریزی استعمار او افغانستان، افغان او افغانستان ، ټولواکی ” او دا رنګه نور د ویناؤ او لیک په صورت کې د لارښودنې بلها رڼا ګانې. پری ایښی دی ځکه صرف د نن نه بلکه د راتلونکی هر دور لپاره د لیارې بل مشال او بهترین لار ښود دې ـ
دغه عظیم انسان نن د خپل کلی اومژه (ژوب) په پلرنئ هدیره کښې په دائمی خوب اوده دې، په ګور دې نور وی، درجې دې لوړې وی او دلوئې الله پاک نه ورته جنتونه غواړو ـ
د لیک په پائی کښې محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب ته د هغه په ډیر قیمتی سیاسی جدوجهد او بیش بها قربانیو دذړه د تله خراج او د عقیدت سره ګلونه وړاندې کوم ـ

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه