ويب ډیسک
د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سبا یکشنبه ۱۵میلیونه امریکایي ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک پر شرایطو برابر سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پيسو خدمتونو څخه غوښتنه کړې چې په یادې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
خبرپاڼې کې راغلي، ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک تر دې وړاندې هم سلګونه میلیونه ډالره د افغانيو د ارزښت لوړولو په موخه ليلام کړي دي.


