سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د صبر کاسه مخ په نسکورېدو...

د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د صبر کاسه مخ په نسکورېدو ده

ويب ډیسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د یوه خبرې غونډې پر مهال ویلي، موږ به له نړیوالۍ اجماع پرته طالبانو په رسمیت ونه پېژنو.

زرداري همداراز خبرداری ورکړی چې “د طالبانو پر وړاندې د نړۍ صبر مخ په ختمېدو دی، خو له دغو ننګونو سربېره، موږ له افغانستان سره د اړیکو د ساتلو غوښتنه او ټینګار کوو، باید د تېرو تېروتنو تکرار ونه کړو.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز له طالب‌چارواکو وغوښتل چې د افغانانو او نړۍ سره خپلې کړې ژمنې په ټوله کې د نړیوالې ترهګرې سره د مبارزې، بشري حقونو ته درناوی او ښځو ته د تعلیم لاسرسي برخو کې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بیا واکمېدو وروسته د پاکستان، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو په کابل کې خپل ډیپلوماټیکې څانګې پرانیستي وساتلې، خو تر اوسه هېڅ بهرني حکومت د بشري حقونو او ترهګرۍ د اندېښنو له کبله طالبانو په رسمیت نه دي پېژندلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه