دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران پخوانی شهزاده :اوس د دې وخت رارسېدلی چې ایران کې د...

ایران پخوانی شهزاده :اوس د دې وخت رارسېدلی چې ایران کې د نظام له مخالفو حرکتونو ملاتړ ډېر شي.

ویب ډیسک

د ایران پخوانی شهزاده رضا‌ شاه پهلوي وایي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ایران کې د نظام له مخالفو حرکتونو ملاتړ ډېر شي.

پهلوي د مونیخ امنیتي کنفرانس څنډه کې، له رویټرز سره خبرو کې ویلي، چې د ایران په اوسني دولت یوازې بهرني فشارونه او بندیزونه بسنه نه کوي، ځکه په وینا یې دا فشارونه نظام کمزوری کوي، خو بدلولی یې نه شي.

پخواني شهزاده زیاته کړې، چې باید په هېواد کې دننه د نظام مخالف حرکتونه تقویه شي. د پهلوي په شمول ۸ جلا وطنه مخالفین د رواني زېږديز میاشت په پيل کې، په دې غږېدلي چې ایران کې څنګه وېشل شوی اپوزیسیون سره را یو ځای کړي.

شهزاده پلوي د ایران ۴۰ کاله مخکې پرځول شوي شاهي نظام وروستی شهزاده دی، چې له نږدې څلورو لسیزو راهیسې امریکا کې ژوند کوي.

ایران کې د بې حجابۍ په تور د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د نظام ضد اعتراضونو لړۍ پیل شوې، چې د دې هېواد حکومت ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه