ویب ډیسک
د طالبانو د رياست الوزرا مرستيالانو د هالنډ او جرمني له استازو سره کتلي دي٠
دغه ليدنه چې نن پنجشنبه په ارګ کې ترسره شوې دواړو لوریو د افغانستان او یادو هیوادونو ترمنځ د اړیکو، بشري مرستو او په افغانستان کې د اقتصادي، اجتماعي او بشري وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې کړي.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د معلوماتو په اساس د طالبانو د رياست الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر په دغه کتنه کې ويلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني بايد را خوشې شي.
ښاغلي برادر زياته کړې:”موږ غواړو بین المللي ټولنه د افغانستان وضعیت ته پام وکړي٠که په افغانستان کې بې وزلي زیاته شي، پر ټولو به منفي اغېز ولري.”
د طالبانو دريٸس الوزرا بل مرستيال عبدالسلام حنفي هم د جرمني او هالنډ د استازو سره ليدنه کې له يادو هیوادونو له استازو سره ليدنه کې ويلي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره امنیت او لازم شرایط برابر شوي او له يادو هيوادونو څخه يې غوښتي چې افغانستان کې د کانونو، انرژۍ او د روغتیا برخو کې پانګونه وکړي٠
د طالبانو د اعلاميې له مخې ښاغلي حنفي ويلي افغانستان او جرمني تاریخي مناسبات لري او (موږ) د دغو روابطو پراختیاغواړو.
هغه زیاته کړ چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې دافغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي٠
نوموړي د جرمني او هالنډ استازو ته د نشه یي توکو د کر، قاچاق او پروسس دمخنیوي ډاډ ورکړى او زياته کړې ده چې کروندګرو ته به دبین المللي ټولنې په همکارۍ دبدیل اقتصاد زمینه برابره کړي٠
د بيان له مخې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د دیپلوماټیکو ارګانونو د امنیت د تامین مننه کړې او زياته کړې ده چې هيواد يې دافغانانو ترڅنګ دى٠
نوموړي ويلي چې د جرمني صدر اعظم له افغانستان سره د مخکېنیو مرستو سربېره، ۶۰۰ میلیون یورو نوره بشري مرسته هم اعلان کړه.


