لیکنه: عبدالغفور لېوال
مه حیرانیږي، هو! راتلونکی تاریخ ښییم.
هوښیار بشریت دې باور ته رسېدلی، چې نور نو له تېر تاریخ څخه د پند اخیستلو کیسه زړه شوې ده، ښايي له راتلونکي تاریخ څخه پند واخلو او خپل نن و سبا جوړ کړو.
کیسه داسې ده:
تر ابن خلدون روسته ورو ورو دا تیوري پیاوړې شوه، چې ټولنه هم د یوه بیولوژیک – فیزیکي ارګانیزم په شان خپله قانونمندي لري. که دغه قانونمندي په پام کې ونیول شي او د تاریخ بدلوونکيو عناصرو تقابل، تعامل، ټکر او خپلمنځي اړیکي تحلیل شي، نو د راتلونکي ټولنیز تاریخ وړاندوینه شونې ده.
د شلمې پېړۍ بیولوژي، ټولنپوهنې، ارواپوهنې او فیلوسوفي دا هم پرې ورزیاته کړه، چې د ټولنیز شعور تکامل کټ مټ په فردي شعور کې د تکامل په شان ده. هماغسې چې اېګزیستېنسیالیزم انسان (وګړی) پر خپل ماهیت جوړولو محکوم و ګاڼه، د وګړیو مجموعه یې هم د خپل ګډ برخلیک په سمه ټاکنه، د بشري ژوند د شرایطو ښه کولو یا” ګډ ماهیت ” په ټاکلو کې وړ و پړ وګڼل.
که د همدغې تیورۍ پربنسټ، د مشروطیت او اماني دورې تر راپرځېدو روسته د افغانستان او افغانانو (راتلونکی تاریخ) تحلیل شوی وای، نو وطن به بیا راپرځېدلای نه وای.
د ښکېلاک دسیسه، له عقیدې او دین څخه استخباراتي ګټنه، دوښمن ، خپل ظرفیتونه او دغو ظرفیتونو ته د ښکېلاک د اړتیا پېژندنه، د “بېل یې کړه، اېل یې کړه او ښکېل یې کړه!!!” پرلپسې لوبه، د کورنیو شخړو د چاغولو تکنیکونه، لوږه، اقتصادي سرچینې، ستراتيژيک ځای ځایګی … او داسې نور سلګونه ټوټې (مقطعات) که سره پتری شوي وای، نو یوه قدنما هینداره ترې جوړېده، چې د نن سبا روانې پېښې به په کې اتیا یا نوي کاله مخکې ښکارېدلای او موږ به یې چاره لا هماغه وخت کړې وای.
اوس به یوه خبره درته وکړم،
که پر علمي بنسټونو همدا اوس هم دا هرڅه سره څنګ په څنګ کړو، د راروانې نیمې پېړۍ پېښې له ورایه په کې لیدلای شو، خو ویره څه ده؟
اول:
هیڅوک به یې ونه مني.
دویم:
د راتلونکي تاریخ شنونکي به تکفیر شي.
درېیم:
افغانان به د نورو هوښیارو ملتونو په شان د خپلې سمې راتلونکې د جوړولو لپاره فکر، وینا، اراده او ګډه اینرژي یوځای سره ونه کاروي.
ځکه،
دوی متل لري :
چې په ما شوه دونیا تېره، خدایه مه کړې دونیا ډېره!


