ويب ډیسک
د پاکستاني چارواکو په وینا د دغه هیواد په سویلي ایالت بلوچستان کې یاغیانو د سړک جوړونې د کارګرو پر یوه کمپ باندې برید کړی چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاندې فرح عظیم شاه، ویلي دي چې برید کوونکو د جمعې د شپې ناوخته پر کمپ باندې فیرونه کړي، موټرو ته یې اور اچولی او ماشین آلات یې ویجاړ کړي دي. زیاته شوې ده چې دغه پېښه د هرنای په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. ویل شوي دي چې دغه کمپ د یوه ځایي شرکت وو چې د سړک جوړولو چارې پرمخ وړي.
د دغې سیمې یوه جګپوړي دولتي چارواکي رفیق ترین، ویلي دي چې تر برید وروسته پنځه کارکوونکي لادرکه دي. خو نوموړي بیا وروسته وویل چې دغه ځای ته څیرمه دوه تنه بیرته موندل شوي دي. لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسلوالو ډلې په تیرو وختونو کې دې ورته بریدونه کړي، چې ځایي کارګر پکې نه په نښه کیږي.


