یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبوریس جانسن افغانستان ته د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ

بوریس جانسن افغانستان ته د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ

ویب ډیسک

جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې د برتانیې لومړي وزیر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو، سولې پروسې څخه د خپل هیواد د دوامدار ملاتړ او د بشري حقونو او انکشافي برنامو په برخه کې د خپلو مرستو ډاډ ورکړ.

په پای کې جمهوررئیس غني د افغانستان کې په سوله او ثبات کې د برتانیې رول کلیدي وباله وې ویل، د دواړو هیوادونو ګډ اررښتونه له موږ سره د سولې پروسې په بریالیتوب کې مرسته کوي او په افغانستان کې سوله او ثبات به په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنی وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه