دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اپریل ۱۶مه ،د پښتنو د مباریز حاجي مرزا علي خان تلین

د اپریل ۱۶مه ،د پښتنو د مباریز حاجي مرزا علي خان تلین

ویب ډیسک

انګریزیانو ضد وزیرستانی مبارز وموند، هغه په پښتنو کي د استعمار ضد روحیه پیاوړې کړل. انګریزیانو د هغه د مهارولو له پاره ۴۰ زره فوځ په دنده وګومارۍ خو ټول هڅه ئې ناکامه سوه او د پښتنو د دغه مبارز خوله او مبارزه ئې بنده نه کړل.

حاجي میرزاعلي خان چي په فقیر ایپي مشهوره وو د وزیرستان د میرعلي پیاوړی مبارز وو، چي په ۱۹۳۶ میلادي کال کي ئې د پښتونستان د ازادۍ له پاره وسلواله مبارزه پيل کړه، وروسته ئې د پښتونستان په نوم دولت اعلان کړ او د یاد دولت مشري ئې پر غاړه واخیستل.

هغه فقیر نه بلکي د خپلي سیمي یو دولت مند سړی او تعلیم یافته خان وو، هغه یو وطن پال او په خپلو خلګو کي د ډېر نفوذ خاوند وو او د خپلي خاوري او پښتنو سره ئې لیونۍ مینه وه.

د پښتنو د قوم ستر وزیرستانی مبارز فقیر په ۱۹۶۰ میلادي کال کي د ناروغۍ له امله وفات سو، هغه اوس د پښتنو منځ کي نسته خو یاداښتونه او کارنامې ئې د تاریخ پاڼې ښکلي کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه