ويب ډیسک
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل له طالبانو څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې د یو ټولشموله حکومت رامنځته کېدو په اړه هڅې وکړي او په دغه برخه کې اقدامات ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) خبریالانو ته وویل چې د اړتیا په صورت کې ایران چمتو دی چې تر څو له طالبانو سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي خطبزاده زیاته کړه: “باید (طالبان) هڅه وکړي چې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت رامنځته کېدو په اړه حرکت وکړي.”
پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ایران څو ځله په دغه هیواد کې د تولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له طلوع نیوز خصوصي تلویزیون سره مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې رامنځته شوی نوی حکومت ټولشموله نه دی او په خبره یې تهران نشي کولای په دغه شکل، یاد حکومت په رسمیت وپيژني.
هغه مهال یادو څرګندونو ته د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي و: “ایا د ایران حکومت او یا کابینه یې د هغه تعریف په اړه چې نور یې د ټولشموله په اړه لري، یو ټولشموله حکومت یا کابینه ده؟هر هیواد د خپلو ګټو په اساس ټولشموله حکومت ته تعریف لري.”
د طالبانو حکومت د کابینې تر اعلان څو اوونۍ وروسته د تیر کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه ایران د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه رابللې وه د یادې غونډې ګډونوالو هغه مهال هم په دافغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی و.
طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د دوی حکومت ټولشموله دی او د افغانستان له ټولو قومونو څخه تشکیل شوی دی.طالب چارواکو دغه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د طالبانو په اړه د ایران موضوع اصولي او په افغانستان کې د موجوده واقعیتونو په اساس ده.
ښاغلي خطیب زاده له طالبانو څخه وغوښتل چې د دغه هیواد د اوسېدونکو د امنیت ټینګولو په اړه هڅې وکړي او همدارنګه اجازه ورنکړي چې تروریستي ډلې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو پر ضد وکاروي.
خو طالبانو تر دې مخکې څو ځله ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ متوجه نشي او حکومت یې د سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.


