ویب ډیسک
د لوږې پر ضد د اقدام سازمان په تازه خبرداري کې ویلي، چې پر افغانستان د امریکا د مرستو تړل کېدو له امله دغه هېواد کې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کېدونکی دی.
په افغانستان کې د یاد سازمان رییس ویلي، چې د امریکا له مرستو تړل کېدو سره د دغه سازمان بودیجه پرې شوې چې یوازې په کابل او بدخشان کې یې اړین خدمات له خپلې داخلي بودیجې تمویل کړي دي.
په هېواد کې د ماشومانو ژوند او روغتیا ته د متوجه کېدونکو ګواښونو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې ملګري ملتونه وايي روان کال به په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ۳.۵ میلیونو ته لوړ شي.
له دې سره د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې د امریکا مرستو بندېدو سره به د روان کال تر پایه له ۱۰ سلنې زیات افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
ورته مهال له پاکستان او ایران د افغان کډوالو اخراج چې ښځې او ماشومان هم پکې شته دي، په هېواد کې د ماشومانو روغتیا او خواړو ته د رسېدو برخه کې اندېښنې جدي کړې دي.
نړیوال سازمانونه داسې مهال د امریکا مرستو بندېدو سره د خپلو خدماتو د تړل کېدو خبرونه ورکوي، چې طالبانو تراوسه د یادو اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم لسګونو موسسو او روغتیايي مرکزونو په هېواد کې د بودیجې کمښت له امله خپل فعالیتونه په ټپه درولي او د نورو د تړل کېدو خبرداري یې ورکړي دي.
# #Afghanistan #WFP #WHO #US


