سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهستانکزی: ډیورنډ فرضي کرښه ده هڅ کله يي هم نه منو

ستانکزی: ډیورنډ فرضي کرښه ده هڅ کله يي هم نه منو

ویب ډیسک

د ا،ا،ا  د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي ويلي چې «ډيورنډ فرضي کرښه» هيڅ افغان ته د منلو نه ده او نه يې هم دغه کرښه پخوا منلې ده‌.

نوموړي دا څرګندونې نن (پنجشنبه، ۲۶ د سلواغې) په لوګر کې د شوروي يرغل د ماتې د ورځې په موخه جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال کړې او زياته کړې ده چې پاکستاني چارواکي دې د افغانستان او افغانانو په اړه له بې ځايه تبصرو او نيوکو لاس واخلي.

ستانکزي وويل چې له افغان خاورې به هيڅ ګاونډي او د سيمې نورو هيوادونو ته کوم زيان پېښ نه شي.

نوموړي يو ځل بيا د ټولو پر مخ د زده کړو د دروازو پر پرانيستلو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د افغانستان هر قشر د زده کړې کولو حق لري.

د سلواغې ۲۶ په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتې له ورځې سره برابره ده چې نن يې ۳۵ کليزه د طالبانو د حکومت د چارواکو له لوري په ځينو ولايتونو کې ولمانځل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه