پښتو جرنل
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د افغانستان پانګې ته د لاسرسي په موخه خپلې اوږدمهاله غوښتنې ته دوام ورکوي چې ژر تر ژره د افغانانو د ملاتړ لپاره چمتو شي.
یوناما تیره ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) په یو پیغام کې همدارنګه زیاته کړې چې له بېلابېلو لورو سره خبرو کې هڅه کوي ترڅو له افغانانو سره د اقتصادي ثبات او داسې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي چې چارواکي يې د دوی بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې دا به د افغانستان د خلکو او په لویه کچه د سیمې په ګټه وي.
یوناما زیاته کړې: “یوناما دهيواد اسعاري زیرمو ته دلاسرسي په موخه خپلې اوږدمهاله غوښتنې ته دوام ورکوي چې ژر تر ژره د افغانانو د ملاتړ لپاره چمتو شي. موږ غواړو چې د امکان تر کچې ډيرې پیسې، دافغانانو پیسې، بيرته د افغانستان په اقتصاد کې له افغانانو سره مرسته وکړي.”
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له ټولو دولتونو او فعالانو څخه غوښتنه کړې چې د رامنځته شوي بحران له امله د افغانانو د ملاتړ لپاره لارې چارې ولټوي.


