سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې افغانستان کې د ښځو...

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې افغانستان کې د ښځو ژوند بدل شوی

ويب ډیسک

ملګري ملتونه د ت.البانو د واکمنۍ دویمې کلیزې په مناسبت وايي، د ت.البانو ۵۰ فرمانونو د افغان ښځو د ژوند په هره برخه اغېز کړی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې افغانستان کې د ښځو ژوند بدل شوی او ت.البانو په نا انډولیز ډول خپله تګلاره تحمیل کړې دي.

د ملګرو ملتونو د دغه څانګې په وینا د ت.البانو له واکمنۍ وروسته لومړی د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار محدودیتونه ولګول شول او بیا عامه ژوندانه کې د ښځو پر ازادۍ او د هغوی پر جامو سخت دریځه قوانین وضع شول.

د خبرپاڼۍ له مخې، افغان ښځو له لومړیو ورځو راهیسې د ت.البانو بندیزونو پر وړاندې خپل اعتراض نه دی درولی او دا چاره باور رامنځته کوي چې د بې عدالتي پر وړاندې چوپه خوله پاتې کېدل توجیه کېدای نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ت.البان نن د اګست ۱۵مه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو د یوې ویاړلې ورځې په توګه نمانځي خو ډېر شمېر افغان په ټولنیزو رسینو دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بللې ده.

#15August2021 #Afghanistan #ABN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه