د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي شخړې له زیاتېدو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو بیې له یو بېرل ۸۵ ډالرو پورته شوې دي. شنونکي وایي، که روان کړکېچ همداسې دوام وکړي، د نفتو نړیوال بازارونه به لا ډېرې بېثباتۍ سره مخ شي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکایي ځواکونو د دویمې پرلهپسې شپې لپاره په ایران کې د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو، سمندري وسایلو او ساحلي دفاعي مرکزونو پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي. د دغه قوماندانۍ په وینا، د هرمز تنګي ته نږدې د ایران پر ځینو بندرونو لګېدلي بندیزونه هم بېرته عملي شوي دي.
د سینټکام قوماندان اډمیرال برېډ کوپر ویلي، ایران د خلیج پر ځینو ګاونډیو هېوادونو لسګونه توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغولي دي. هغه زیاته کړې چې امریکا ایران د هغو بریدونو مسؤل ګڼي چې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
بلخوا د ایران د سپاه پاسداران اړوند ځواکونو خبرداری ورکړی، که بندیزونه دوام وکړي، د منځني ختیځ د تېلو او ګازو صادرات به له جدي ستونزو سره مخ شي. د دوی په وینا، یا به د سیمې د انرژۍ صادرات د ټولو لپاره روان وي، یا به د هېچا لپاره نه وي.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلې هغې پرېکړې تېر شوی چې غوښتل یې د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو بار وړونکو بېړیو ۲۰ سلنه محصول ولګوي. اقتصادي شنونکو مخکې ویلي وو، دا اقدام ښايي د شخړې د لا پراخېدو لامل شوی وای.
هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه خام تیل ترې لېږدول کېږي. د راپورونو له مخې، د جون په ۱۷مه د یوې هوکړې له اعلان وروسته د بېړیو تګ راتګ یو څه عادي شوی و، خو د جګړې له بیا زور اخیستو سره یو ځل بیا کم شوی دی.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي، د سېشنبې په ورځ د عمان په سمندري اوبو کې د اماراتو دوه د تېلو ټانکرونه د ایراني کروز توغندیو په برید کې زیانمن شول. د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو هندی عملهوال وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
راپورونه دا هم وایي چې ایران د بحرین پر لور هم بریدونه کړي، چې له امله یې په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
سره له دې چې د خامو تېلو بیې لا هم د جګړې د پخواني اوج، یعنې نږدې ۱۲۰ ډالرو، کچې ته نه دي رسېدلې، خو شنونکي باور لري چې د هرمز تنګي د وضعیت په اړه روانه بېباوري او پوځي نښتې به د تېلو او نفتو نړیوال بازارونه له نوسان سره مخ وساتي.


