یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمن: که هر څوک ما ووژني، غچ وانخلي، ځکه زما...

مولانا فضل الرحمن: که هر څوک ما ووژني، غچ وانخلي، ځکه زما د وژنې مسؤل به ریاست وي

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام (ف) امیر په کراچۍ ښار کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، «که هر څوک هغه ووژني، دی به ترې غچ وانخلي، بلکې د ده د وژنې مسؤله به ریاست وي.»

مولانا فضل الرحمان وویل، له ده سره د ټیلیفون له لارې اړیکه نیول شوې وه او ورته ویل شوي وو چې په جلسه کې ګډون ونه کړي. نوموړي زیاته کړه چې کراچۍ ته له تګ هم منع کړل شوی و، خو ده ځواب ورکړی و چې خامخا به غونډې ته ځي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې جمعیت ته سیاست ور زده کړي، بلکې په خبره یې نور باید له جمعیت څخه سیاست زده کړي.

مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې د جمعیت علمای اسلام منشور د اسلامي بلاک جوړول دي او ګوند یې د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره مبارزه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه